د نجونو د زده کړو د ملي کمپاين اعلاميه

774
د نجونو د زده کړو د ملي کمپاين اعلاميه
« په پوهنتونونو کې د نجونو پر زده کړو بنديز هم يو کلن شو!!! »
د طالبانو له بيا واکمنيدو سره د نجونو هغه ښوونځي چې شل کاله له کومې ځانګړې ستونزې پرته پرانيستي وو، څه باندې ۸۰۰ ورځې کيږي چې تړلي دي او د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو هم يو کال پوره شو. د ښوونځيو يو بل تعليمي کال هم واوښت، خو نه د نجونو کوم ښوونځی خلاص شو، نه پدې اړه کوم پرمختګ يا کومه طرحه چا وليدله او نه هم د رڼا کوم څرک ښکاري.
که د طالبانو د واکمنۍ دواړه دورې په پام کې ونيسو، د افغان وطن لوڼې شاوخوا اوه کاله په ټول افغانستان کې او نهه وېشت کاله په هغو سيمو کې چې دا ټوله موده د دوی په واک کې وې، د زده کړې له خدای ورکړي حق څخه محرومې دي، چې دا د يوه ملت په حق کې ډېره لويه او نه جبرانېدونکې جفا ده. دوه کاله کېږي، چې طالب چارواکي هڅه کوي په بېلابېلو وعدو او پلمو افغان ولس او نړيواله ټولنه وغولوي، خو د دې پر ځای چې د نجونو او ښځو په ژوند کې کومه رڼا راشي، تياره ورځ په ورځ لا پسې خپرېږي. د ښوونځيو تر تړلو وروسته پوهنتونونه او کورسونه بند شول او د کار تر بنديز وروسته پر تفريح، سفر او هر ډول خوشحالیو بنديزونه ولګېدل.
پخوا ډېرو هېوادوالو تمه درلوده چې طالبان به پر خپلو ژمنو ودرېږي او اړين بدلون او اصلاحات به راولي، خو اوس داسې افغانان ډېر لږ دي، چې د طالبانو پر صداقت باور ولري. له بده مرغه طالبان داسې پلمې راوړي، چې پخپله هم باور نه پرې لري، کله د شرايطو خبره کوي، کله د اسلام، کله د عرف او کله هم د نوې طرحې خبره، چې دا ډول پلمې يوازې د دوی پر ناتوانۍ، بې کفايتۍ او له اسلام څخه ناخبرۍ دلالت کوي.
د نجونو پرزده کړو د بنديز پايله يوازې دا نده چې افغان بچيان بې سواده کېږي، بلکې د لکونو افغانانو مهاجرت، بې کاري، لوږه، سياسي بې ثباتي، د نړيوالو مرستو کمېدل، سياسي او اقتصادي بنديزونه، د افغانيت او د اسلاميت بدنامي او ډېرې نورې پايلې لري او د دغو ټولو مسئوليت يوازې او يوازې د طالب چارواکو پره غاړه دی.
ويل کېږي، چې اکثريت طالبان غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانيستل شي خو يوازې د ګوتو شمېر يو څو تنه مشران دي، چې مخالفت يې کوي. له دې څخه جوتېږي، چې د ټول ولس او حتی د طالبانو د تحريک واک او اراده د يو څو تنو په لاس يرغمل شوې ده او وېره ده چې کېدای شي د همداسې انحصاري سياستونو له کبله مو هېواد يو ځل بيا د بدمرغۍ او تباهۍ کندې ته وغورځي.
تېر دوه کاله د افغانستان ديني عالمان، قومي مشران، روڼ اندي، عام ولس، د اسلامي نړۍ عالمان او پوهان، نړيواله ټولنه او حتی يو شمېر طالب چارواکي د طالبانو له مشرتابه څخه غوښتنه کوي، چې د نجونو او ښځو انساني او اسلامي حقونه ورکړي، خو له بده مرغه د انسانيت، اسلاميت او افغانيت خلاف د افغان بچيانو له پوهې، ويښتيا او ځان بسياينې سره دښمنی همداسې دوام لري.
ولس سخت ناهيلی دی او فکر کوي، هغه چارواکي چې له تعليم او پوهې سره دښمني کوي نه خبره اوري، نه د خبرو او ځواب منطق لري، نه هغه زيانونه ويني، چې د دوی له اعمالو څخه وطن او اسلام ته متوجه دي او نه هم د دې هيله شته چې دوی به بيا د حق لارې ته راوګرځي (صُمٌّ بُكْمٌ عُمْيٌ فَهُمْ لَا يَرْجِعُونَ)، او د پوهې پلوي چارواکي بيا د دې جرئت او همت نه لري، چې خپل مشران د حق او خير لارې ته راولي. کله چې په يوه نظام کې د اسلام له تعاليمو او احکامو سره مخالفت کېږي، د هېواد ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ کېږي، انساني حقونه تر پښو لاندې کېږي او د ملت اراده يوازې د يو څو کسانو په لاس يرغمل وي، آيا بيا هم چوپتيا روا ده؟ دا سمه ده، چې موږ د يوې بلې جګړې، پرديو لاسوهنو، بهرني اشغال او استخباراتي لوبو سخت مخالف يو، خو دا پدې معنا هم نده چې موږ به چوپه خوله پاتې کېږو او هر ډول جهالت او ظلم او بېعدالتۍ ته به غاړه ږدو.
وايي، چې له کلي ووځه خو له نرخه مه ووځه! د پنځوسو اسلامي هېوادونو په منځ کې افغانستان يوازينی هېواد دی، چې واکمنان يې د خپل وطن پر لوڼو د زده کړو او کار بنديزونه لګولي دي. موږ له طالب مشرانو غوښتنه کوو، چې يا دې ټولې اسلامې نړۍ ته قناعت ورکړي چې دوی د اسلام له لارې وتلې دي او يا دې هم له اسلامي نړۍ سره دا ومني چې بېرته به حق لارې ته راګرځي.
که څه هم موږ ډېر ناهيلي يو، خو يو ځل بيا له طالب چارواکو غوښتنه کوو، چې د نوي تعليمي کال تر پيل مخکې د نجونو پر زده کړو ټول بنديزونه لرې کړي او د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ پرانيزي. که چېرې د ملت او اسلامي نړۍ له پرله پسې غوښتنو سره د نجونو ښوونځي بيا هم تړلي پاتې شول، ولس ته د خپلو بچيانو د روا حقونو لپاره له سوله ييز پاڅون پرته بله لار نه پاتې کېږي.
موږ د اسلامي هېوادونو پر سازمان او د اسلامي نړۍ پر ديني بنسټونو غږ کوو، چې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي او تر نوي تعليمي کال مخکې طالبان دېته اړ کړي، چې بنديزونه لرې کړي او يا دې هم په ډاګه اعلان وکړي چې د طالبانو پرېکړه له اسلامي احکامو څخه سرغړونه او د اسلامي امت د مصالحو پر خلاف ده.
موږ د افغانستان پر مومن او باغيرته ولس يو ځل بيا غږ کوو، چې که سوله، آزادي، آبادي، سوکالي او باعزته ژوند غواړي، بايد لاسونه سره ورکړي، يو موټی شي او د هر ډول جهل، ظلم او ناروا پر وړاندې د پراخې سوله ييزې مبارزې چمتووالی ونيسي.
و ما علينا الاالبلاغ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.