نیمروز په سرحد کې د ط.. /البانو او ایراني ځواکونو نښته

546

د نیمروز په سرحد کې د ط.. /البانو او ایراني ځواکونو نښته

د ط.. /البانو امنیتي چارواکي وايي له ایران سره په ګډ سرحد کې د ط. /البانو د وسله والو او ایراني سرتېرو ترمنځ نښته شوې چې په پایله کې یې د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان لوري ته یو تن وژل شوی دی.

آژانس د نیمروز د امنیه قوماندانۍ د ویاند بهرام حقمـ.ل له قوله خبر ورکوي چې وايي، د دوی له لوري یو تن وژل شوی او یوټپی دی.

بـ.ـهرام زیاتوي چې د دې نښتې علت تراوسه روښانه نه دی. د ایران نیمه دولتي خبري آژانس فارس د ایران خوا ته د هیرمند د ولسوال میثم برازنده له قوله خبر ورکړی چې نښته درېدلې او تلفات نه لري.

سیمه ایزو سرچینو رویټرز ته ویلي دي چې د افغانستان لوري ته د دې سرحدي سیمې خلک د جګړو پرمهال له خپلو کورونو ووتل.

پر افغانستان د ط.. /البانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې د ط.. /البانو ځواکونو څو ځلې په ګډ سرحد کې له ایراني پوله ساتو سره نښتې کړې دي.

ط.. /البانو همداراز په وار وار د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له پاکستاني پوځیانو سره هم نښتي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.