د آریانا افغان هوایي شرکت: ژر به د کابل ارومچي تر منځ الوتنې پیل شي

724

د آریانا افغان هوایي شرکت: ژر به د کابل ارومچي تر منځ الوتنې پیل شي.

د اریانا افغان دولتي هوایي شرکت وایي چې ډېر ژر به په مستقیم ډول د افغانستان او چین تر منځ الوتنې بیا پیل شي. له هغه وروسته چې چین هېواد د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ نېټه افغانانو ته د ویزو ورکړه پیل کړه اوس اریانا افغان هوایي شرکت اعلان کړی دی، چې ژر به د کابل- ارومچي ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي. بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي، چې د چین هیواد له لوري افغان سوداګرو ته د ویزو د ورکړې د بهیر په بیا پیل کیدو سره به د افغانستان او چین ترمنځ سوداګري یو ځل بیا پراخه او ګړندۍ شي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال یونس مومند وایي، چې په کابل کې د چین سفارت له لوري هغه سوداګرو ته د ویزو ورکړه پیل شوې، چې دوی یې مخې له مخکې ورته لېست سپارلی و. مومند وایي، چین هیواد دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومت سره ژمنه کړې، چې له افغانستان څخه چین ته پر صادرېدونکو توکو به ۹۸ سلنه مالیه هم معاف کړل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.