د ایمن الظواهري د وژنې په تړاو د طالبانو رسمي دریځ

486
38 دقیقې مخکې

د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژنې په دریمه ورځ طالبانو د یوې رسمي اعلامیې په ترڅ کې ویلي، چې حکومت یې د هغه د راتګ او دلته د اوسېدو په اړه هیڅ مالومات نه لري.

په کابل کې د هستوګنې پر یوه کور ترهوايي برید دوې ورځې وروسته بایدن ادعا وکړه چې په برید کې یې ایمن الظواهري په نښه کړی. په دې اړوند د طالبانو اعلامیه کې راغلي چې حکومت یې د نوموړي د ځای ځایګي په اړه مالومات نه لري.

په اعلامیه کې د پلټنو خبره شوې. اعلامیه لیکي: «د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه کشفي او استخباراتي ارګانونو ته لارښوونه کړې چې د پېښې د مختلفو اړخونو په هکله هراړخیزه او جدي څېړنه وکړي.»

اعلامیې زیاته کړې چې له افغان خاورې د امریکا په ګډون هیچاته خطر نه دی متوجه او دوی غواړي چې د دوحې تړون عملي شی. طالبانو دغه هوايي برید د ټولو نړېوالو اصولو سرغړونه بللې ده.

خو یوه پخواني افغان سناتور داوود اساس دویچه ویله ته وویل، طالبان د پلټنو په نوم د پېښې اصلي اړخ پټوي: «اول باید د هغه جسد په اړه وضاحت شي، چې دا جسد څه شو؟ کوښښ دا روان دی چې دا قضیه پټه شي خو دا قضیه نه پټیږي.»

شنونکي وايي چې د الظواهري پر وژنه طالبانو ته دریځ نېول اسانه خبره نه ده، خو آیا په دې اړه د طالب مشرانو ترمنځ بحثونو کې اختلافات هم شته؟

ښاغلی اساس په دې اړه وايي: »د زلمي خلیلزاد په خبرو کې تاسو اوریدلي دي چې ځیني طالب مشرانو د الظواهري په وژنه کې د ده ځای په نښه کولو کې له امریکایانو سره کومک کړی دی، دلته د طالبانو ترمنځ هم مشکلات مخ پر ډېرېدو دي، ځکه چې حقاني ډله چې ددې مېلمه ساتنه یې کوله او دا بله ډله چې د هغوی خلاف ده.»

تردې وړاندې په قطر کې ملګرو ملتونو ته د طالبانو نومولي استازی سهیل شاهین خبريالانو ته په يوه لېږلي پيغام کې څرګنده کړې ده چې د طالبانو مشران د ادعا شوې پیښې او یا [په افغانستان کې د الظواهري د شتون] د نخښو په هکله بې خبره ول.

د نوموړي په خبره «پلټنې روانې دي ترڅو د ادعا کره توب وموندل شي او د پلټنو پایلې به بیا له خلکو سره شریکې کړل شي«.

سیاسي شنونکي ډاکټر هاتف مختار دویچه ویله ته وویل: «دا چې طالب مشران پرې خبر ول او که نه، مسؤلیت یې طالبانو ته ورګرځي، طالبان پر کابل حاکم دي د قدرت پر ګدۍ دوی ناست دي، د افغانستان له ادرسه دوی خبرې کوي د قطر په تړون کې همدا لیکلي چې افغانستان به له دې وروسته د ترهګرو ځاله نه وي.»

د طالبانو په ډله کې دریو سرچینو ویلي دي چې اوس د طالبانو په منځ کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید د ځواب په هکله اوږده بحثونه ادامه لري.

د طالبانو په تازه اعلامیه کې د امریکا برید د افغانستان پر حریم تیری بلل شوی او خبرداری یې ورکړی چې د دغه ډول پېښو تکرار چې د افغانستان پر خاوره تجاوز وشي، د هرډول عواقبو مسؤلیت به د امریکا پر غاړه وي.

په خټه مصری ډاکټر ایمن الظواهري پر امریکا متحده ایالاتو باندې د سپتمبر د ۱۱مې ترهګریزې پیښې یو له مرکزي طراحانو بلل کیږي. په کابل کې د نوموړي تر وژل کیدو وروسته، اوس داسې پوښتنې مطرح کیږي چې آیا طالبانو نوموړي ته پناه ورکړې وه، داسې یو اقدام چې طالبانو د دوحې په تړون کې یې د نه کولو ژمنه کړې وه.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.