د ځوانکو او دانو لۀ څېرې کولو څخه ډډه ؤکړئ

619

پر مخ د ځوانکو ستونزه یوه داسې ستونزه ده چې پۀ ټوله نړۍ کې ورسره خلک مخ دي، خو که تاسو د ځوانکو د څېرې کولو هڅه کوئ، نو دا چاره ستونزه نوره هم پېچلې کوي.

د ځوانکو پۀ میک اپ پټول یا پوښل دومره ستونزې نۀ راولاړوي، خو که چېرته دغه دانې پۀ نوکونو څېرې شي نو ستونزه پېچلي کوي او دغه دانې زیاتوي.

د پوستکي د ناروغیو او ښکلا متخصص داکتر محمدقاسم اچکزی وايي، د دانو څېرې کول او زور کول یې یوه داسې کړنه ده، چې د پوستکي د التهاب لامل ګرځي او د پړسوب پۀ سبب رامنځ ته شوی درد یې لۀ زغمه ؤتلی وي.

یوازې دا نۀ، بلکې پر مخ د دانو او ځوانکو څېرې کول یا پۀ نوکونو یې زور کول د انتاني لامل هم کېدای شي او بدرنګه داغونه یې د ډېرو کلونو لپاره پر پوستکي پاتې کېدای شي.

که د مخ پر پوستکي مو ځوانکی پيدا شي، بايد د پوستکي متخصص ته مراجعه وکړئ او يا هم اغېزمن کورني درمل وکاروئ، خو د ځوانکو او دانو له څېرې کولو څخه ډډه وکړئ، که نه نو له بدو پايلو سره به مخ شئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.