وروستی څاڅکی

عبدالهادي هادي

510
له ویرې، شپې او یو محل سره رشته ساتمه
ډیره موده شوه له ځنګل سره رشته ساتمه
دا سوې ساندې او سندرې له هوا نه راځي
له تورو زلفو، سپین څنګل سره رشته ساتمه
له هر یو جام نه وروستی څاڅکی په یو قبر شیندم
له خړو خاورو، خپل منزل سره رشته ساتمه
څادر هوار کړمه ، په بارې ډډه ولګوم
چې سترګې پټې کړم کابل سره رشته ساتمه
د وریځو اوښ شمه، له لرې فاصلو وژاړم
په خپلو اوښکو یوه ګل سره رشته ساتمه
هادي وطن ته ورنه لپه کې دعا غواړمه
له هر ملنګ له هر پاګل سره رشته ساتمه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.