واشنګټن پوسټ:امریکا افغانستان کې د خپل حضور حساب نه شي ورکولی

556

واشنګټن پوسټ:امریکا افغانستان کې د خپل حضور حساب نه شي ورکولی

افغانستان کې سقوط او د بهرنیو ځواکونو وتلو پراخ عوامل لرل. واشنګټن پوسټ په یوه مقاله کې په افغانستان کې روان وضعیت او د سقوط یو کلنۍ ته اشاره کړې ده. دغه ورځپاڼه وايي چې په افغانستان کې پراخ فساد، د ولسمشر غني د حکومت کمکارۍ او خوړینتوب، انارشي او خپلسري او تر څنګ یې له نړیوالو سره کمزوری تعامل د پخواني حکومت د سقوط اصلي لاملونه وو. ورځپاڼه زیاتوي چې یوازې دا نه بلکې لسګونه نور داسې مسایل شته چې عاملین یې نړیواله ټولنه او پخوانی افغان حکومت دي او په دغه هېواد کې د اوسني وضعیت سبب دي. ورځپاڼه وایي چې په ټوله کې امریکا په افغانستان کې د خپل شل کلن حضور او ماموریت په اړه د حساب ورکولو توان نه لري، ځکه په دغه هېواد کې یې شاوخوا ۸۳۷ میلیارده ډالر په جګړه لګولي، ۳۵۸۷ بهرني عسکر وژل شوي او د وژل شوو افغان سرتېرو شمېره هم ۶۶ زره کسانو ته رسېږي. دغه رسنۍ داسې مهال افغانستان کې د امریکا ماموریت ته کتنه کوي چې لا هم امریکایي حکومت افغانستان کې د خپل حضور او غیر قانوني اقداماتو په اړه نړیوالې ټولنې او خپل ملت ته وضاحت نه دی ورکړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.