احمد مسعود: له طالبانو سره له جګړې پرته بله چاره نشته

512

احمد مسعود: “له طالبانو سره له جګړې پرته بله چاره نشته”

د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود وايي په لومړیو کې مو هڅه وکړه چې ط.. /البانو سره ستونزې له یوې سولیزې لارې حل کړو خو ط.. /البانو ونه منله.

احمد مسعود له دې وړاندې هغه مهال چې له ط.. /البانو سره د افغان سولې خبرې روانې وې ویلي و که چېرې ط.. /البان سوله وکړي نو چمتو دی چې ط.. /البانو ته د خپل پلار وینه وبښي.

ښاغلي مسعود د اتلانتيک شورا سره په مرکه کې وویل، په لومړیو کې موږ ډېره هڅه وکړه چې ط.  /البان پوه کړو چې د مشروع حکومت لپاره د ولس ملاتړ مهم دی او څنګه کېدلی شي واک په مشروع توګه ولېږدول شي، خو په وینا يې ط.. /البانو خبرې ونه منلې او ورته یې د دندې د ورکولو وړاندیز وکړ.

په دغه مرکه کې ښاغلي مسعود وویل، ط.. /البانو بدلون نه دی کړی، پر قانون او د خلکو پر رول بې باوره دي نو ځکه یې مشروعیت هم ترلاسه نکړ او په وینا یې د لویې جرګې تالار کې د علـ.ـماوو وروستۍ غونډه او په هغه کې د دوی د مشر خبرو یو ځل بیا وښودله چې دوی بدلون نه دی کړی او حتی د پخوا په پرتله ډېر سخت دریځه شوي دي.

نوموړي ویلي، افغانستان یو ځل بیا د ترهـ.ګـ.رو  پر ځاله د بدلېدو په حال کې دی.

د الـ.ـقاعـ.ده، ازبکستان اسـ.ـلامـ.ي تـ.ـحر.یک او نورو وسله والو ډلو فعالیتونه روان دي او ط.. /البانو ورته د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

دی خبرداری ورکوي که چېرې ددغو تـ.ـرهګـ.ـرو مخنیوی ونشي او نړیوال د افغانستان وضعیت ته پاملرنه ونکړي نو دا به د ناورین د نه مخنیوي په اړه تېروتنه وي.

ښاغلی مسعود ادعا کوي چې په افغانستان کې د الـ.ـقاعـ.ده ډلې پراخ فعالیت پیل کړی او د کسانو په ګمارنو او پټن‌ځایونو په جوړولو بوخته ده او د اسامه بن لادن زوی په افغانستان کې ازاد ګرځي.

د ملي مقاومت د جبهې مشر په داسې حال کې د الـ.ـقاعـ.ده او نورو ترهـ.ګر.و ډلو د پراخ فعالیت په اړه څرګندونې کوي چې په تازه پېښه کې په کابل کې د دې ډلې مشر ا.یـ.ـم.ـن الا.ظـ.ـ.وا.هـ. ري ووژل شو.

له الـ.ـقاعـ.ـده او نورو تـ.رهـ.ـګر.يـ.زو ډلو سره د ط.. /البانو د اړيکو په اړه اندېښې په دې وروستيو کې بيا ډېرې شوي؛ امريکايي چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې ط.. /البان اوس هم د الـ.ـقاعـ.ده په ګډون نورو تـ.ـرهـ.ـګـ.روو ډلو سره اړيکې لري او دغه چاره د دوحـ.ې د تړون خلاف ده.

احمد مسعود داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په افغانستان کې د دا.عـ.ش ډلې له لوري هم فعاليتونه ډېر شوي. په تازه پېښه کې دغې ډلې ط.. /البانو ته نږدې شخـ.ـص شيـ.ـخ رحـ.ـيم ا.لله حـ.ـقانـ.ـي د يو بريد په پايله کې ووژه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.