افغانانو، د « اګست ۱۵مه، افغانستان کې توره ورځ » په نوم کمپاین پیل کړی

1,030

افغانانو، د « اګست ۱۵مه، افغانستان کې توره ورځ » په نوم کمپاین پیل کړی.

په خواله رسنیو کې زیات شمېر افغان ځوانانو د اګست ۱۵مه، چې د جمهوري نظام له سقوط سره سمون خوري، د تورې ورځې په نوم کمپاین پیل کړی دی.

د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د اګست ۱۵مه د افغانستان د خلکو لپاره د توره ورځ په نوم نومولې ده او ټینګار يې کړی، چې په دغه ورځ د افغان ملت لپاره د تاریخ تر ټولو بده پېښه وه.

د دې کمپاین ګډونوالو د نړۍ په لر او بر کې له نورو افغانانو هم غوښتي، چې دغه ورځ د توره ورځ په نوم ونوموي او د افغانانو خلاف د ط. /البانو د روان ظلم پر وړاندې غږ پورته کړي.

تېر کال د اګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان کې جمهوري نظام سقوط وکړ، چې له دې سره وسله وال ط.. /البان په زور د کابل ښار ته ننوتل.

ط.. /البانو د یو کال له تېرېدو وروسته لا هم نړیوال مشروعیت نه دی موندلی او د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغانانو ستونزې یو په بل پسې زیاتېږي.

دې ډلې د نجونو پر مخ د زده کړو ټول مراکز تړلي، د رسنیو آزادي سلب کړې او هېچاته د مدني او ټولنیز فعالیت اجازه نه ورکوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.