ځينې خلک ولې ژر غوسه کېږي

699

ممکن هغه کسان ستاسو له پامه ډېر بد راځي، چې په یوه کوچنۍ یا هم عادي او یا به هم په غټه موضوع احساسات بایلي او ژر غوسه کېږي.

دوی دومره ژر احساساتي کېږي، چې بې اختیاره لاسونه خلاصوي، نارې وهي او په لوړ غږ خبرې کوي. دا خلک چې ژر غوسه کېږي، بدن یې رپي، لاسونه او پښې یې بې واکه شي. ژبه یې درنېږي او آن دا چې له سترګو یې ممکن بې اختیاره اوښکې وبهېږي، هم دا چې په ژړا پیل وکړي.

تاسو باید وپوهېږئ، چې داسې کسان ډېر د نري زړه خاوندان دي.

دوی په ژوند کې ټوله حوصله بایللې وي، څو ــ څو ځلې یې زیان موندلی وي، ماتې یې خوړلې وي.

یا خو یې په خپل ژوند کې داسې سحنې لرلې وي، چې هغه یې دردولی وي، یا به یې هم د سترګو پر وړاندې د نورو سره شوې نا دودې ننداره کړې او تجربه کړې وي.

تاسو ممکن داسې کسانو پورې وخاندئ، ممکن وه یې رټئ، ممکن نور یې هم احساساتي او خفه کړئ، خو په دې کار سره به تاسو د یوه دردېدلي انسان ازار واخلي.

تاسو به د داسې یو کس زړه مات کړی وي، چې څو ــ څو ځلې یې مخکې هم زړه مات او ژوند له ګواښونو تېر شوی وي.

دا ډله کسان زیاتره یې په مینه کې ناکام شوي دي. ځکه یې زړونه بې اندازې نري دي. که دوی یوه ډېره کوچنۍ خواشینې کوونکې سحنه وګوري هم پر مخ به یې اوښکې را ماتې وي.

پوهېږئ چې دا ډله خلک څوک او څنګه خاصلتونه لري؟

دا د انسانانو تر منځ تر ټولو صادق خلک دي.

دوی په زړه نري او په ایمان قوي خلک دي.

دوی دوکاماران او فرېب کاره نه دي.

دوی منافق نه دي، په زړه او خوله به یوه خبره لري.

دوی وعده خلاف نه دي.

دوی له هېچا هم د زړه ماتولو، دوکې او فرېب وېره او فکر نه کوي، ځکه نو د یوې وړې دوکې، تېروتنې او سزا زغم هم نه لري.

دوی چې څومره ژر غوسه کېږي، همدومره ژر په خوله کېږي هم. داسې خلک په خپل ژوند کې له لاسه ما ورکوئ. زړونه یې وساتئ او هېڅکله یې له احساساتو سره لوبې مه کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.