وسپنې پټلۍ؛ یوه اوونۍ کې ۶۲ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي

495

وسپنې پټلۍ؛ یوه اوونۍ کې ۶۲ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

یوه اوونۍ کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې ۶۰ زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ اداره وايي چې د اسد میاشتې له ۲۱مې بیا د همدې میاشتې تر ۲۷مې نېټې پورې د وسپنې پټلۍ په مرسته شاوخوا ۶۲زره ۵۱۴ ټنه انتقالات ترسره شوي دي. په دې انتقالاتو کې شاوخوا ۵۶ زره او ۱۸۹ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور توکي هېواد ته وارد شوي او همدا راز ۶ زره او ۳۲۵ ټنه توکي بیا له افغانستان نورو هېوادونو ته د وسپنې پټلۍ له لارې لېږدول شوي دي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

او همداسې بل خبر هم د اقتصاد له برخې هغه دا چې:

د تعرفې کمېټی د پرېکړې او د مالیې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د ناپروسس شوو شوکاڼو د يو ټن صادراتي ګمركي تعرفه له ۵ سلنې ۲۵ سلنې ته لوړه شوه. دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې شوي چې د ماليي وزارت د عوایدو او ګمرکاتو معينت له لوري رسنيو ته استول شوې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د تعرفې کمېټې د پرېکړې او د ماليې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د غیر پروسس شوي شوکاڼي د يوه ټن صادراتي ګمركي تعرفه له ۵ سلنې څخه ۲۵ سلنې ته لوړه شوه. سرچينه وايي چې د دې پرېکړې له مخې د پروسس شوي شوكاڼي د يوه ټن ګمرکي تعرفه ۱۰ سلنه ټاکل شوې ده. د دې ترڅنګ د تعرفې کمېټې د پرېکړې او ماليې وزارت د رهبرۍ په منظورۍ د سرب نيمه قيمتي ډبرې صادراتي ګمركي تعرفه هم له ۲،۵ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته لوړه شوې ده. د ګمرکي تعرفې له اصولو سره سم، یاده پرېکړه د روان کال د وږي میاشتی له ١٦ مې نېټې په ټولو ګمرکونو کې د پلي کېدو وړ ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.