د ترمذ پېښور ترمنځ د وسپنې پټلۍ جوړولو سروې بشپړه شوه

494

د ترمذ پېښور ترمنځ د وسپنې پټلۍ جوړولو سروې بشپړه شوه

د افغانستان- پاکستان- ازبکستان د ريل پټلۍ د غځولو لپاره د مسير ټاکلو سروې بشپړه شوې او پر وړاندې يې د پام وړ تخنيکي خنډونه نه دي موندل شوی. د ريل دا پټلۍ د ازبکستان له ترمذ ښاره پيل کېږي چې د مزار او کابل تر نښلولو وروسته پېښور ته رسېږي. د درې واړو هېوادونو چارواکو تېره مياشت تاشکند کې پرېکړه کړې وه چې د ريل پټلۍ د مسير ټاکلو سروې به پيلوي. رسنيو د ځينو سرچينو په حواله ويلي چې د ريل پټلۍ د مسير ټاکلو سروې له مزاره پيل شوې او د روانې اګسټ مياشتې په لسمه په تورخم کې پای ته رسېدلې ده. سروې د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د ګډ تخنيکي پلاوي له لوري شوې او ويل شوي چې وروستۍ پايلې به يې تر بيا کتنې وروسته د درې واړو هېوادونو له چارواکو سره شريکې شي. د ريل پټلۍ دا پروژه ټولټال پنځه ميليارده ډالره لګښت لري چې پر مټ به يې ازبکستان د سويلي اسيا بازارونو ته او پاکستان د منځنۍ اسيا هېوادونو ته لاره ومومي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.