د اوسپڼۍ پټلۍ له لارې ۶۷ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي

655

د اوسپڼۍ پټلۍ له لارې ۶۷ زره ټنه توکي بهر ته صادر شوي دي

د اوسپڼۍ پټلۍ اداره وايي، په تېره یوه اونۍ کې ۶۷ زره او ۶۷۷ ټنه انتقالات شوي. دغې ادارې په یوې خبرپانه کې لیکلي، چې یاد انتقالات د اقینې، حیرتان او تور غونډۍ بندرونو له لارې شوي. د خبرپاڼې په حواله، د دغو انتقالاتو ډېره برخه د حیرتان بندر له لارې ده چې ۴۳ زره ۸۲۵ مټریکه ټنه کېږي. د اوسپنۍ پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې، په یادو انتقالاتو کې نفتي، غیرنفتي او نور مواد افغانستان ته وارد شوي دي. د یادې ادارې په وینا، په دغه اونۍ کې له دې لارې له افغانستان نه ۹۸۴۰ مټریکه ټنه صادارت هم شوي چې لویه برخه یې ممیز دي. دغه صادارات او واردات ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان ته شوي.

او بل خبر دا چې،په افغانستان کې لوږه د پراختیا په حال کې ده

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګار په تازه راپور کې ویلي چې د لوږې پراختیا په افغانستان کې په ناورین اوښتې ده. دغه اداره وايي چې په افغانستان کې همدا اوس ۱۹ میلیونه وګړي د خوراکي توکو له جدي کمښت سره مخ دي او تر څنګ یې بیا شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ سره مخ دي چې په یو وخت ډوډۍ پورې حیران دي. دغه اداره همدا راز وایي چې له دې ډلې ۱.۱ میلیونه یې ماشومان دي. سیګار وایي چې په افغانستان کې د لوږې د پراختیا کچه مخ پر لوړ مزل کوي او دا هر څه د اندېښنې وړ دي، نو نړیوال بنسټونه دې د افغانانو لاسنیوی وکړي. تر دې وړاندې ګڼو نورو نړیوالو بنسټونو هم په افغانستان کې د لوږې اوسنۍ کچه او پراختیا د اندېښنې وړ بللې وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.