کابل کې د صنعتي پارکونو برېښنا نيمايي ته را کمه شوې

500

د صنعت او کانونو خونې اجرائيه رييس محمد کريم عظيمي وايي چې پخوا د کابل په صنعتي پارکونو کې ۶۵۰ فابريکې فعالې وې چې نږدې ۶۰ زره تنه پکې په کار بوخت وو. نوموړی وايي، دوه مياشتې مخکې فابريکو ته په ۲۴ ساعتونو کې ۲۰ ساعته برېښنا ورکول کېده خو اوس يوازې لس ساعته برېښنا ورکول کيږي. عظيمي وايي، د برېښنا د کمښت له کبله ګڼ شمېر فابريکې په ټپه ولاړې دي او په زرګونو تنو دندې له لاسه ورکړې دي. هغه وايي چې دا ستونزه یې د برېښنا شرکت له چارواکو سره هم شريکه کړې خو په وينا يې چې تر دې مهاله ورته د حل لاره نه ده موندل شوې. د برېښنا شرکت په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو وړاندې يې ويلي وو چې پر هغو فابريکو به برېښنا پرې کړې چې له دې درکه یې د خپلو لګښتونو پیسې نه وي تاديه کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.