مومند بابا بهير د محمدعسکر وطن زوی په غزل کره کتنه وکړه

راپور: یوسف مشال

878
د اسد ۲۸مه، ۱۴۰۱
د بلخ ادبي خوځښت مومند بابا ادبي بهير د محمد عسکر وطن زوی په غزل کره کتنه وکړه.
غونډه د اسد په ۲۸مه، ۱۴۰۱لمريز د جمعې په ورځ ماذیګر مهال په خوشال بابا کتابتون کې د قرانکريم په مبارکو ايتونو پيل شوه.
یوسف مشال له لورې د تېرې اونۍ راپور ولوستل شو.
په راپور د نظر ورکړې په وخت فرید احمد طوفان په دی اند و چې په راپور کې راغلي نظرونه دي یو له بل سره ونغښتل شي او ترتیب دي مات شي. خو ذبیح الله احساس بیا په راپور کې د کره کتونکو د نظرونو د رانقل په وخت ترتیب غوره وګڼلو، او راپورګر ته یې سپارښتنه وکړه چې که د کیسې لنډیز راوړل شوی وای لا به ښه وه.
د غونډې څو نورو ګډونوالو راپور ښه او د ویلو طرز یې وستایلو.
د غونډې دويمه برخه چې د محمدعسکر وطن زوی په شعر د کره کتنې لپاره بیله شوې وه، د هغه له لورې په غزل اورولو پيل شوه.
که رانه تاو کړل پسرلي لاسونه
بیا به رانه وړمه خالي لاسونه
ګډونوال پدې بیت ډېر وګړېدل.
ذبیح الله احساس په دې بیت کې د قافیې او ردیف له هماغاړيتوبه د راپيدا موسيقيت يادونه وکړه، د پسرلی مجسمتوب يې ښه هنر وبللو او بیت یې په مانیز او شعري منطق ملامال وبللو.
فریداحمد طوفان د بیت په ضمني معنا خبرې وکړي، هغه په بیت کې د «پسرلي» کلمې راوړل سمبول یاد کړ او د ژوند او ښکلا په معنا یې وبللو.
د غونډې یو بل ګډونوال امرالدین کاکړ بیا وطن زوی په خپلې شاعري برلاسی یاد کړ.
د ده په وینا: پدې چاپیریال کې زه داسې غزل نشم لیکی، خو وطن زوی دا وړتیا لري چې په اوس وخت کې هم ښه غزل لیکي.
کاکړ دا هم زیاته کړه چې غزل یې ښه موسیقي لري که د رباب ترنګ هم ورسره وای، نو لا به ښه وای.
همداراز نورو ګډونوالو هم بيت خوندور وبللو.
پسې د زاڼو کتارونه درومي
هغه چې کیږدي په منګي لاسونه
پدې بیت کې د « زاڼو کتارونه » فرید احمد طوفان د نجونو له قطار سره تشبیه کړ. طوفان دي اصل ته هم اشاره وکړه چې که په کوم قوم قبیله کې یو سړی مخکې شي او نورو ته کار وکړي د خلکو کتارونه ورپسې شي. ده د بیت ضمنی معنا وبلله، احساس دا بیت انځوریز او له هر ډول حالاتو سره برابره وبلله او د رهبریت لپاره یې ښه تعریف وګڼلو.
د وطن زوی د غزل په څو نورو بیتونو بحث تر مقطع وغزید، هغه دا بیت ولوست:
ما وطن زوی دنیا ګلونه کرل
که رانه واخلي وچکالي لاسونه
په شعر او نثر دواړو کې زماني وحدت ډیر ضروري ده، که پام ورته ونه شي معنا شړوي، دا خبره په وروستي بیت باندې د طوفان لخوا وشوه چې ورسره د کره کتنې سنۍ راټولې شوې.
کره کتنې پسې مشاعره وشوه چې ویاند تاج محمد بهار د میرمن فرشتې په څو بیتونو پيل کړه، چې د ګډونوالو په شعرونو او د عابد سعود په ترنم وغزیده.
غونډه د میلمه اتل پښتون او راز محمد عادل په خبرو وروستیو شېبو ته نږدی او د دعا په کولو پای ته ورسیده.
May be an image of 4 people, people sitting and people standing

 

May be an image of ‎1 person and ‎text that says '‎خو خبت بلخ ادبي خو خُبت Movement Literary Balkh سته‎'‎‎

May be an image of 1 person

May be an image of 1 person

May be an image of ‎1 person and ‎text that says '‎خو خببت خوخست ادبي بلخ ന Movement Literary Balkh ته N‎'‎‎

May be an image of 1 person and standing

May be an image of 1 person and standing

May be an image of ‎1 person, standing and ‎text that says '‎بلخ ادبي خو خبت ونیزه ناسه با ادبي‎'‎‎

May be an image of 5 people, people sitting and indoor

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.