پوهېدنه = پوهېدا ؟

ډاکتر ماخان میږي شینواری

776

دا بیا  پرهغه څه باندې لیکنه ده، چې یواځې زه ورته داسې لیونی شوی یم.

دا ،، پوهېدنه = پوهېدا،، د ما یوه ملګري او د م ک ملګري هم د ما په یوه لیکنه د سمون په هکله لیکلي وو، نو ورته پام مې شو، چې ایا دا برابرون به سم وي؟ یا په خبرو، چې دا د کړنویی ،،پوهېدل،، نوم به د ،، پوهېدنه،، پرته ،، پوهېدا،، هم وي،  ومې غوښتل، چې په دې پوه شم، نو څلور کړنوییونه مې فکر ته راوستل: خندل، ژړل، ختل، وړل. دا خو نه شي لیکلی: خندا، ژړا، ختا، وړا، چې دا سره په خپل ډول کې هم  لږ سره ورته دي. د دې ویونو نومونه په ترتیب ژبلاریز داسې جوړیږي: خندا، ژړا، ختنه، وړنه.

دا فکر هم راته باید ورسره پیدا شوی وي، چې دا نوم د کومو کړنوییونه لپاره په ،، ا ،، او د کومو لپاره په ،، نه ،، جوړیږي.

نور به هم وګورو: خوړل، خوړنه، بېدېدل، بېدېدنه او نور.

 — په دې کې ګورو، چې د یو څه کړنې کړنوییونه یا لنډ کړنوییونو سره، چې یو څه کړل کیږي، د هغو کړنوییونو نومونه په ،، نه ،، جوړیږي.

—  هغه کړنوییونه ، چې نوموییونه یې په ،، ا ،، جوړیږي، هغه کړلکیږي نه هغه کیږي.

بیا لند: هغه کړنوییونه، چې پرېکړونی لري، نوموییونه یې په ،، نه ،، جوړیږي او هغه کړنوییونه، چې پرېکړونی نه لري، په،، ا ،، جوړیږي.

لاس ته راوړنه: پوهېدل نو په کومه ډله کېدی؟

پوهېدل کیږي نه، دا یو څوک پر يو څه باندې پوهیږي. له دې څخه به دا وپوهېږو، چې دا د پوهېدلو نومویي په ،، ا ،، نه جوړیږي او نومجوړونه یې له ،، نه،، سره ده( دلته لومړی ،، په نه سره،، ولیکه، خو دا چې دا پسېځاینیوی،، سره دی، نو د ،، په ،، پر ځای باندې مې ،، له ،، ولیکه. په لیکنو کې مې لږ سر خوږي شته، بخښنه به کوۍ).

مینه وال دې یې نور هم وغزوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.