د دغه وزارت له پاره د طالبانو ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي: «په اسد میاشت کې نږدې دوه لکه شیدې ورکوونکې میندې په منځنۍ او شدیدې خوارځواکۍ اخته شوي او دغه راز، په شدیدې او متوسطې خوارځواکۍ اخته میندې او ماشومانو درملنه شوې ده.»
نوموړي وویل، اوس په ټول افغانستان کې پر نورو روغتیايي مرکزونو سربېره پنځه سوه ګرځنډه ډلې جوړې شوي، چې په خوارځواکۍ د اخته کسانو درملنه کوي. ډاکټران وايي، خوارځواکي د بد اقتصادي حالت په جریان کې د سالم او ښو خوړو نه درلودلو له امله پیدا کېږي.
د ننګرهار ولایت په مرکزي روغتون کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر عبدالوکیل عماد دویچه ویله ته وویل، که په ورځني ژوند کې سالم او انرژي لرونکي خواړه ونه خوړل شي له امله یې میندې او ماشومان په خوارځواکۍ اخته کېږي. نوموړي وویل، په دې وروستیو کې جلال اباد حوزوي روغتون ته ګڼ شمېر ماشومان او میندې وروړل کېږي، چې په خوارځواکۍ اخته شوي دي.
ډاکټر وکیل عماد وویل: «بېلابېل علتونه لري. ډېر یې ناوړه اقتصادي حالت دی، چې په دې کې ماشومان ډېر اخته کېږي. په لویانو کې هم خوارځواکي پیداکېږي. د مخنیوي لاره یې سالمه غذا او منظمه تداوي ده.»
نوموړي وویل، که چېرې په خوارځواکۍ د اخته کسانو پر وخت تشخیص او درملنه ونه شي، په اسانۍ سره په نورو ناروغیو اخته کېدای شي. د ننګرهار یو اوسېدونکي محمد جان، چې په خوارځواکۍ اخته کوچنی زوی یې جلال اباد حوزوي روغتون ته وړی دویچه ویله ته وویل: «موږ دومره وس نه لرو، چې ښه ډوډۍ پیدا کړو، ایله دومره کوو، چې شپې ورځې پرې سبا کوو او ډاکټران وايي، چې اولاد ته صحیح ډوډۍ ورکوئ.»
له هغه وخته چې طالبان واک ته رسېدلي په افغانستان کې د خلکو اقتصادي حالت خراب شوی، د بې روزګارۍ او فقر کچه لوړه شوې او خلک په ورځني ژوند کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې دا مهال ۱۹ میلیونه افغانان له لوږې او بې وزلۍ سره مخ دي، چې له دې جملې شپږ اعشاریه شپږ میلیونه خلک بېړنیو خوراکي توکیو ته اړتیا لري. د بشري مرستو په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس ویلي، د بشري مرستو سربېره اړتیا ده چې د افغانستان بانکي سیستم پیاوړی شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.