هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۹۴ کسان مړه شوي دي

669

پېښو ته د رسیدو کمېسیون وایي چې وروستیو سېلابونو په هېواد کې ‍۱۹۴ تنه مړه، ۲۶۵ ټپیان او ۱۲ کورونه ړنګ کړي دي. د دغه کمېیسیون  مسوولینو په هېواد کې د سېلابونو اوښتي ځاني او مالي زیانونه له رسنیو سره شریک کړل. پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت معین او د یاد کمېسیون رییس مولوي شرف الدین مسلم وویل چې په یاده موده کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې ۱۹۴ کسان مړه او ۲۶۵ تنه ټپيان شوي دي. هغه زیاته کړه، دغه راز څه دپاسه ۱۲ زره کورونه په پشپړه او یا هم نیمه توګه ویجاړ شوي، څه دپاسه ۹۰۰۰ څاروي تلف شوي او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړ شوې دي.

او بل خبر:

د پکتيا ولایت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د يو کور د چت لوېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي. د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور ريس خالقيار احمدزی وايي، پېښه د جاني خېلو ولسوالۍ اړوند بلخېلو سيمه کې رامنځته شوې ده. د هغه په وينا په دغه پېښه کې درې نجونې، يو ماشوم او يوه ښځه هم شامله ده. ویل کیږي، چې د ياد کور تلخونې ته لومړۍ د اورښتونو له کبله اوبه ننوتې وې، چې پاس د بلې کوټې له نړېدو سره ياده پېښه رامنځته شوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.