لاندی شعر، پیاوړی لیکوال، غښتلی شاعراوملی او ادبی شخصیت مرحوم عبدالله خان غمخور صاحب، ۲۷ کاله پخوا، له پیښور څخه د آیینه افغانستان ملی او انقلابی مجلی ته را استولی وه.
غمخور صاحب پر هغه مهال په پیښور کی د هجرت شپی او ورځی تیرولی، داسی مهال چی هفت ګانه جهادی خنازیراو ملی غدارانو، چی هر یوه یی د فرعونیت په پالنګ ناست وه او د دین او جهاد په نامه یی، د هیواد او ملت مقدرات د پنجاب د استبلشمت، واکدارانو ته د سیاسی دلالانو او بړواګانو په څیر
ور سپارلی وو.
مرحوم غمخور صاحب د یوه ملی ضمیر او وجدان خاوند په توګه، ددی ذلت نه کلک خواشینی او ناراضه وه، غمخور صاحب د پښتنی لوی ټبر، د ستر او نر مشر، محمد ګل بابا په یاد لویږی او هغه د روحانیت سره د خپل ملی درد، راز او نیاز کوی.
محمد ګل، یواځنی ستر مشراو ملی مفکر وه، چی تر مرګه پوری د خپل هوډ او عزم څخه په شا نشو، هغه د نورو پښتنی سیاسی مشرانو او عالمانو برخلاف، د پښتنو او د پښتنو د ملتی ژبی او ثقافت او عزت غوښتلو او پاللو، له امله د مادر زاده، یهود مشربه ستمی او سقاوی مؤرخینو، محققینو، لیکوالو، ایران پالونکی او سیاسی منافقینو او سیاست بازو وګړو د شخصیت وژونکی اتهاماتو، تعجیزونو، تخریباتوسره سره ، د ژوند د ټولو ناملایماتو په خزان او ژمی کی، لکه ونه مستقیم په خپل مکان، جګ او سر لوړی پاتی شو.
لکه ونه مستقیم په خپل مکان وه
که خزان ورباندی راغی که بهار
متأسفانه زموږ ګن شمیر نامتو، پښتانه سیاسی مشران او پوهان او مؤرخین او لیکوالان د (تعصب اومتعصب) د اتهام له ډاره (کندو) لټوی او د سرطانی او مزمن، سیاسی جبن او بیړاتوب په مرض اخته دی، تر دی چی د خپلی ژبی، ثقافت، تاریخ او د خپلو تاریخی مشرانو څپکاوی ته د بی تفاوتۍ په سترګه ګوری او(سراب) ته (آب) په سترګو ګوری.
دلته ددی خبری وضاحت او صراحت پکار دی که یو مؤرخ او محقق (سیاست باز) یعنی (سیاسی منافق) شی د هغه تاریخ او تحقیق، شیطانی بڼه نیسی او د وګړو د ذهنیت و د مغشوشیت او اغوا وسیله ګرزی.
میرغلام محمد غبار او د هغه د وطن د حرکت او اخبار، مرستیال، بی فرهنګه میر محمد صدیق، د همداسی سیاست بازو مؤرخینو څخه شمیرل کیږی او د دوی تواریخ هم د دوی د سیاست بازه سیاسی شعور او سیاسی وجدان او کرغیړن نیت، شیطانی هنداره بلل کیږی.
ځانله بیړا پښتانه منورین به، د دوی په سراب ځان، خړوبول او تنده ماتول غواړی، خو لدی واقعیت څخه بی خبره دی چی د علامه اقبال په وینا:
مشک این سوداګر از ناف سګ است
علامه صاحب رشاد چی په علمی لحاظ پرته له علامه حبیبی، په هیواد کی بل انډول او څاری نلری او د سلو څخه د زیاتو تألیفاتو خاوند دی، بابا ته د (مفکر) د دروند وکړل شوی خطاب، په وینا او تأیید، دا ځانله (مفکرمحمد ګل مومند) وه، چی حتی د افغانستان پادشاه یی په ګونډو کړ او پاد شاه ورته د خپل عجز، ناتوانۍ او بیسوادۍ اظهار پداسی الفاضو کی، کوی :
وزیر صاحب! من پښتو میفهمم اما ګپ زده نمیتوانم!!
مفکر محمد ګل مومند، په نره او میړانی، پادشاه ته په ځواب کی وایی:
اعلحیضرته! زه هم په فارسی پوهیږم خو خبری پری نشم کولای
آیا د هیواد بل کوم سیاسی اوعلمی پښتون تباره شخصیت په زړه کی داسی جسارت لیدل کیده چی د هیواد پادشاه ته داسی په نره او میړانه، تریخ او درس ورکونکی، ځواب ورکړی؟
آیا داوی صاحب، پژواک صاحب، پوپل صاحب، حامد صاحب او داسی نورو ګڼ شمیر سیاسی او علمی او قومی رجالو او مشرانو په زړه کی دا جسارت لیدل کیده چی د افغانستان پادشاه ته پدی څیر، غبرګون وښایی؟
این خیال است و محال است و جنون
د یادولو وړ ده چی بابا د خپل ګرامر د کتاب چی عنوان یی «سیند» دی، تحشیه او تعالیق د هغه مهال په اصطلاح په فارسی ژبه کړی دی. د (فارسی) اصطلاح د ۱۹۶۴اساسی قانون کی په (دری) واوښته چی ډیرد ستایلو وړ یو ابتکار وه.
سیاسی منافق غبار د خپلو اتهاماتو په لړ کی په بابا باندی د تعصب تورلګوی، خو بابا غبار ته پیغام استوی چی زه حاضریم تاته د فارسی د ژبی د دستور او ګرامرد اصولو، چی ته پری نپوهیږی، درس در کړم، ولی تا چی مخصوصاً په کندهار او فراه پښتنی سیمو کی څلور کاله تیر کړل د هیواد په ملی یعنی اکثریتی ژبی، پښتو کی د یوه پاراګراف د لیکلو لیاقت او صلاحیت نلری، اوس ته ووایه چی متعصب زه یم، که ته؟
صدیق فرهنګ خو حتی د کندهار د یوی لویی پښتنی کورنۍ سره خپلوی هم درلوده. د هغه لوی کندهار ستر ولس، چی بابا یی د (ولی وزیر) په نامه پیژانده.
واقعیت دادی چی غبار او فرهنګ او د دوی فکری او ذهنی انډیوالان لکه، کریم نزیهی، علی محمد خان، ډاکټر جاوید، روان فرهادی، سید مخدوم رهین، ډاکټر نصری حقشناس، میرامان الدین، سمندر غوریانی، غلام حضرت کوشان، غلام علی آئین، ډاکتر شهرانی او داسی نورو او د دوی شاګردانو او پلویانو، خارجی ژبی زده وی او زده یی دی، ولی زموږ د هیواد په ستره اکثریتی ژبه کی کاملاْ بیسواده او دیوه پاراګراف د لیکلو نه عاجزه وه او دی !!!!
دا ګز او دا میدان
یو کال دمخه مو په همدی او نورو سایتونو کی په یوه ویدیو کی ولیدل چی یو شمیر چینایی نجونو او هلکانو، زموږ ملتی ژبه په شوق او علاقی سره زده کړی او لکه بلبل پری خبری کوی، ولی زموږ پورتنی نوابغ لکه سمندرغوریانی چی تر پنځو زیاتی ژبی یی زده وی د چینایی نجونو د ژبنی سواد، لیاقت او ظرفیت نه هم بی برخی وه!!!
آیا د تعصب او کرکی نه بغیر، دا نوابغ !! د خپلی داسی ژبنی بیسوادۍ په ارتباط، کوم منطقی او عادلانه او صادقانه دلیل وړاندی کولای شی؟
هیڅکله نه.
آیا زموږ ملتی ژبه واقعاْ د دوزخ ژبه ده؟
د غزل پادشاه استاد حمزه شینواری فرمایی:
وایی اغیار چی د دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
آیا د خوشحال بابا، رحمان بابا، حضرت بایزید روښان، میرویس نیکه، امیر شیرعلی خان، محمود طرزی، خان عبدالغفار خان، عبد الصمد خان اڅکزی، محمد ګل بابا، علامه حبیبی، علامه رشاد او شپیته ملیونی ستر ولس ژبه واقعاْ د (گ… خر) ژبه ده؟
څرنګه چی مو په خپلو غوږونو د ستمی او ایرانی ګوډاګیانو نه، اوریدل چی:
فارسی شیر و شکر است
افغانی گ……… خر است
آیا د (افغان غول) خطاب او څپکاوی د کومو منابعو څخه سرچینه اخسته؟
آیا پښتانه واقعاً بی فرهنگه اکثریت دی؟
ولی د وطنی مروجو هغه اصطلاحاتو ته، چی د پښتو ژبی سره تړاو لری، د ایرانی اصطلاحاتو پرپرتله او انډول، نفرت ښودل کیږی!!!!
که داسی نه وی، نو ولی زموږ ډیرۍ دری ژبی لیکوال د پوهنتون د کلمی سره حساسیت لری او ایرانی اصطلاح (دانشګاه بر وزن شرمګاه، بر وزن نشیمن ګاه) ورته غوره او جنتی اصطلاح بریښی؟
تعصب اندر تعصب اندر تعصب!
او ددی علت څه دی؟
دا سؤال څرګند جواب لری او هغه ددغه فارسیستی او ایرانی مشربه، شاطرانو د پښتنو د ثقافت او پښتو ژبی د اصطلاحاتو نه ژورتاریخی نفرت دی!!
یو ځل د ایران سفیر، په ډیر وقاحت او بی حیایی سره، لوی استاد پوهاند صاحب رشتین ته ویلی وه چی: «شما میخواهید که پشتو را که یک لهجه است، جایګزین زبان فارسی بسازید»
پوهاند صاحب رشتین د ایران سفیر ته ویلی وه چی : (ته کوم چا غلط پوه کړی یی- د رشتین صاحب منظور کوم ایرانی شاطر، لکه سید مخدوم رهین یا داکتر جاوید وه) او په علمی توګه یی ورته توضیح کړی وه چی دا یوه مکمله ژبه ده او ستا د ادعا برخلاف (لهجه) نده.
آیا د ایران سفیر په کومو نړیوالو معیارونو، هغه هم د یوه آمر په څیر، ځان ته دا حق ورکوی چی زموږ په ملی او ثقافتی چارو کی مداخله وکړی او زموږ د ملی ژبی سره څرګند حساسیت ښکاره کړی؟
که زموږ بیړا، تش په نامه، پښتون تباره پادشاهانو او سردارانو، خپله د نیکونو ژبه نه وه هیره کړای او د دربار نه یی نه وی شړلای، نو د ایران سفیر به هیڅکله، دا جسارت ندرلود چی په ډاګه زموږ د ملتی ژبی د تعمیم او انکشاف مخالفت او څپکاوی وکړی.
کریم نزیهی هم د ایران د سفیر په توګه په لوی استاد پوهاند رشتین باندی نیوکی او ورته، تهمت لګولی وه . پاتی دی نه وی چی ما شخصا ډیر کلونه پخوا، کریم نزیهی، د استاد پژواک سره د کابل په هوټل کی لیدلی وه.
دلته د یادونی وړ ده، او مخصوصا زموږ پښتون تباره مؤرخین او محققین، لکه استاد سیستانی او داسی نوردی، پردی خبره خبر او پوه وی چی د داکتررحمت زیرکیار او پوهاند زیار د لیکونو په استناد ، د۱۹۶۴ اساسی د تسوید په مهال، مستعفی او متقاعد، مفکر محمد ګل د بلخ نه پادشاه ته تیلفون وکړ او ده سره یی د اعلیحضرت نادرخان وعده، د پښتو ملتی ژبی په تړاو، په اساسی قانون کی د تعمیم، انکشاف، ملی او رسمی کولو دپاره، ور په ګوته کړه، اعلیحضرت ورته په ځواب کی وویل، چی ما په همدی منظور مجروح، شفیق، داکتر حامد او داسی نور د تسوید په کمیته کی شامل کړی دی.
د مفکر محمد ګل د همداسی هاند او فشار په نتیجه کی د لمړی ځل دپاره د هیواد په اساسی قانون د پښتو ژبی د تعمیم او انکشاف دپاره د هیواد د ملی ژبی په توګه یوه ځانګړی ماده ځای کړای شوه.
دا ماده د والاحضرت سردار داؤد خان د دوری په اساسی قانون او او مابعدو پښتون او پشتو دشمنه رژیمونو په اساسی قوانیونو کی حذف شوه.!!!
د سید قاسم رشتیا د خاطراتو د کتاب په استناد، مترقی او انقلابی!!!! میرغلام محمد غبار به د غازی شاه محمود خان سپه سالار کورته، ورته او سپه سالار د پوښتنی په ځواب کی به لکه د سپه سالار (اردلی) په دوه خپو تیارسۍ دریده، نو ځکه سپه سالار د شوری د اوومی دوری د انتخاباتو په ارتباط په ډاګه وویل :(من به آقای غباررأی میدهم)
این غبار جان ګر به ظاهر جنګ و اشلق میکند
چون به خلوت میرود، آنجا تملق میکند !!!!!!!
ولی همدا سپه سالار وه چی د هماغی دوری، شوری ته یی عنفاً د مفکر محمد ګل مومند مخه ونیوله. هغه ستر مشر، چی غازی نادرخان ورته پنځم ورور ویلی وه.
مفکرمحمد گل مومند هیڅکله د پادشاه لیدو ته نه ورته بلکه دا د افغانستان پادشاه وه چی بلخ کی د مستعفی او متقاعد وزیر، مفکر محمد ګل مومند هستوګنځی ته د هغه د لیدو دپاره ورته.
دا وه د بابا، فردی او ملی غرور او دا وه دده ستر ملی رسالت چی ټول عمر یی د خپل قوم د عزت او د خپلی ملتی ژبی د مجنون په توګه د حق داحیاء دپاره تیر کړل، هغه رسالت چی په معاصر تاریخ کی دبل چا، او وګړی په وسع کی نه لیدل کیده.
که نن ویښ نسوۍ، پښتنو د محمد ګل په چغو
بیا به مو لدی خوبه شپیلۍ د اسرافیل و یښوی
مرحوم غمخور صاحب خپل شعر په لاندی الفاضو، مفکر محمد ګل مومند ته ډالۍ کوی:«د پښتو لوی مین، د پښتونولۍ روښانه ډیوه، د افغانستان ملی شخصیت مرحوم وزیر محمد ګل خان مومند ته.»
څه شوی پښتونه چی شملی په ټټیدو ښکاری
غوغا ده جوړه، ګریوانونه په شلیدو ښکاری
تاجونه لوټ شو، په تختونو باندی اور ولګید
یادونه وسو، رسالت په ختمیدو ښکاری
د باز په ځاله کی، کارغانو ټپوس ځای ونیوه
ملی وقار ملی غرور په ختمیدو ښکاری
د قامولۍ او د ملیت جنډه نسکوره وینم
پښتو شوه خرڅه، پښتونواله په سلګو ښکاری
تا چی خبری به د لویی پښتیانا کولی
پښتیانا څه چی ټول پښتون په ورکیدو ښکاری
د قومیت جنازه پورته شوه، څه پاتی ندی
تنظیم خانی ده ، سروری په ورکیدو ښکار
جرګی زموږ دی، ولی واک یی د بل چا سره دی
خوله می شرمیږی، پری خبری د پردو ښکاری
له ګوره پاڅه چی بیا غم د پښتونخوا وکړو
ژوندی د مړو په حساب دی، په قبرو ښکاری
د خپل ټاټوبی اختیار مو د پردو په لاس کی
نا اشنا خلک می د کور په دروازو ښکاری
د رهبرانو ګوډاګیانو، چی تپوس ونکړی
لکه ټپوس چی د مردارو په لاشو ښکاری
وطن یی خرڅ، ملت یی خرڅ په پنجابی باندی کړ
د وطن مور په چغو چغو په نارو ښکاری
هغه څه وشولو چی تا ویل او موږ نه منل
هغه څه کیږی چی پری زړه په غوڅیدو ښکاری
له مجبورۍ نه می بابا، د زهرو ګوت کړی دی
بچی می ځکه در په در او په کوڅو ښکاری
زړګی می ریږدی چی لاهو نشم له ډیره غمه
سیلاب د اوښکو می د سترګو په بڼو ښکاری
ملی زعیمه محمد ګله بابا څه ووایم ؟
د افغان خونه شوه تالا، په نړیدو ښکاری
د پښتو پلاره په پوښتنه د پښتو راشه
محاکمی ته د بی ننګو پښتنو راشه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.