الیف شافاک

ژباړه: شېبه ګهیځ

509

الیف شافاک نوموتې ترکۍ لیکواله، چې ناولونه یې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې ډېر مینه وال لري او کتابونو یې د نړۍ په کچه لوستونکي او مینه وال پیدا کړي دي.

الیف شافاک څوک ده؟
الیف شافاک د ترکيې وتلې لیکواله ده، د ۱۹۷۱م کال د اکټوبر په ۲۵مه د فرانسې په ستراسبورګ کې زېږېدلې ده. دا لا ماشومه وه چې مور او پلار یې جلا شول او کوچنۍ نجلۍ له خپلې مور سره انقرې ته لاړه؛ له خپلې مور سره په ترکیه کې اوسېده. مور یې ډیپلوماته وه او دا کار یې د دې لامل شو، چې له خپلې لور سره ډېر سفرونه وکړي. د الیف ځوانۍ په اسپانیا، اردن او جرمني کې تېره شوې، ایلف شافاک د انقرې په منځني ختیځ تخنیکي پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو په برخه کې زده کړې کړې ده. د ښځو په برخه کې یې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړی او د دوکتورا لپاره یې د سیاسي علومو څانګه غوره کړې ده. الیف شافاک د زده کړې له وخته  کیسې لیکل پیل او چاپ کړي دي. هغه پخپله د بېلابېلو ځایونو د سفر او ژوند له تجربو راضي دی او په دې باور دی، چې د دغو سفرونو ټولګه یې د لیکوالۍ په برخه او بریا کې مرسته کړې ده. د شافاک اثار ټولو خلکو خوښ کړ؛ خو د شافاک ځینې لیکنې د ترکیې حکومت خوښې نه کړې او د(حرامزاده استانبولي) اثر یې د ترکي هویت ضد وبلل په همدې دلیل د ترکیې حکومت دا قضیه محکمې ته ورکړه. بالاخره دا قضیه د کافي شواهدو د نشتوالي له امله وتړل شوه. کله چې دا پېښه له هغې سره وشوه حمل درلود او مور کیدونکې وه؛ د ماشوم له زیږون وروسته شافاک په ژور خپګان اخته شو. الیف له دې ټولو پېښو وروسته د (شیر سیاه) په نوم کتاب ولیکه.

د الیف شافاک کتابونه:
الیف د خپل کتاب په ځینو ژباړو کې د شفق په نوم یاد شوی دی او ډیر اثار یې لیکلي. د هغه افسانوي او غیر افسانوي اثارو تل د منتقدینو پام ځانته اړولی او د ده لپاره یې جایزې او ستاینلیکونه هم ترلاسه کړي دي.

ملت عشق (د مینې څلویښت اصول) په ۲۰۰۹م کال کې چاپ شوی، دا اثر په ترکیه کې تر ۵۰۰ زیات ځله خپور شوی دی. په ده کتاب کې د شمس تبریزي او مولانا جلال الدین رومي د مینې د اړیکې کیسه راغلې. د حسن فتحي فلم (مست عشق) د ملت عشق له کیسې څخه اقتباس دی.

د حوا درې لورګانې کتاب چې په 2014م کې خپور شو د الیف شافاک د نورو اثارو برعکس، صوفیانه نظر نه لري؛ خو بیا هم د لوستلو وړ دی. ځکه چې دا په نننۍ نړۍ کې د یوې مهمې مسلې سره تړاو لري. د خلکو سره ژوند، هغه عقاید او بیلابیلې نظریې چې له موږ سره توپیر لري. دا ټول د منځني ختیځ په حساس ژوند کې د ژوند د تجربې په شرایطو کې واقع کیږي.

د اسکندر کتاب په ۲۰۱۱م کال کې چاپ شوی، په دې کتاب کې الیف شافاک د ژوند روان بهیر او نارینواکي په اړه خبرې کړې دي، چې له تاوتریخوالي پرته بله پایله نه لري. هغه د مهاجرت، کلتوري ټکر او د وطنپالنې عقایدو په اړه هم خبرې کړې دي، چې دا کتاب د(شرافت)په نوم هم ژباړل شوی دی.

The Island of Miss Threes په 2021م کې خپور شو، د ځینو په وینا، دا د الیف شافاک غوره ناول دی. دا د یو مسلمان هلک او یوې مسلمانې نجلۍ ترمنځ د منع شوي مینې کیسه ده، چې د هر یو څخه جلا کیږي.

The Flea Palace د الیف شافاک د بل ناول نوم دی چې په ۲۰۰۷م کال کې خپور شوی دی. په دې کتاب کې د الیف شافاک طنزیه ټوکه ده او پېښې په داسې ډول انځوروي، چې د خپلې کیسې لیکنې ډېره وړتیا ښیي.
الیف شافاک خپل کتابونه په ترکي او انګلیسي ژبو لیکي او پخپله له انګلیسي څخه ترکي ته د خپلو کتابونو ژباړونکې ده.

الیف شافاک هغه ناول لیکونکې ده، چې له ډېرو کلونو راهیسې لیکنې کوي او لیکنې یې د نن ورځې د خلکو د اندېښنو په اړه هم دی. ده د خپلو اثارو په خاطر ډېرې جایزې او ستاینلیکونه ګټلي دي.  له دې جملې څخه یې ملت عشق ناول د دبلین نړیوال اثر د ادبي جایزې لپاره نومول شوی دی. په ۲۰۱۲م کال کې شافاک د ناولونو او کيسو ليکلو سربېره نور فعاليتونه هم درلودل.

 فکر مه کوه یوازې یې(فکر نکن تنهایي) د ایلف شافاک وروستی کتاب دی، چې په 2018م کې خپور شو. په دې کتاب کې یې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه ادبیات، د ښځو هویت، ټولنیز مسایل او د هغه شخصي ژوند بحث کړی دی. د “فکر مه کوه یوازې یې” د کتاب جوړښت د “شمسپاره” کتاب ته ورته دی او د ټولنیزو او ادبي موضوعاتو یادښتونه پکې شامل دي. د ټولنیزو مسلو په اړه د شافاک اندیښنې او لید منعکس کوي. دغه يادښتونه په تېر یو کال کې په بېلابېلو بهرنيو مطبوعاتو کې خپاره شوي دي.

ماخذ:

https://www.ketabrah.ir/author/14393-%D8%A7%D9%84%DB%8C%D9%81-%D8%B4%D8%A7%D9%81%D8%A7%DA%A9

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.