په افغانستان کې امر باالمعروف او نهی عن المنکر د ای ايس ای ايډيا ده

ليکوال: ح حقوېش

554
په افغانستان کې امر باالمعروف او نهی عن المنکر د ای ايس ای ايډيا ده
په افغانستان کې ولې د هرڅه په پرتله په امر باالمعروف او نهی عن المنکر زور دی؟ او ان له ضروري وزارتونو او رياستونو يې هم دا رياست په خپلو کارونو کې فعاله دی، ځکه! چې د طالبانو په راپيدا کېدو سره بيا تر نن ورځې طالبانو خپلو جنګياليو او پلويانو ته يوازې او يوازې جنګ، وحشت، بربريت، ويشتل، وژل، ړنګول، وېره همدا ورښودل.
د دوی جنګيالي پرته له يوڅو کسانو نور يې علمي پوه نلري، په دې نړۍ او انساني ژوند باور نلري ټول ذهني جوړ شوي دي انسان او انساني ارزښتونو ته احترام نلري، اوس چې يې پر افغانستان واک دی، نو ددوی هماغه جنګيالي چې ټول سرزوري جوړ شوي دي څه چې يې زړه وغواړي هماغه کوي، له خلکو په زور پيسې اخلي، د افغانستان شتمني مال غنيمت حسابوي او پخپل مخ يې خرڅوي، د جمهوريت د وخت دولتي چارواکي بنديانوي يا يې وژنې او يا ججه ورنه اخلي، د ښکلو نجونو سره په زور ودونه کوي، د خلکو مځکې په ډول ډول نومونو غصبوي، نو ددوی د پلان او پاليسي لمخې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياست همدا دنده لري چې ددې ډول خلکو مخه ونيسي. خو له بده مرغه چې دوی پخپلو جنګياليو هيڅ اثر نلري، ددې په ځای چې خپل جنګیالي امر باالمعروف او نهی عن المنکر ته راوبولي، دوی ددې په ځای ولسي خلک تنګوي، چې ږيره دې نشته، لمونځ دې نه ده زده، داسې ولي روان يې، نجوني ښوونځي ته نه پرېږدي، ښځې د‌ کور د سامان اخيستو لپاره په بازار کې نه پرېږدي که څه هم دوی يې د کورنۍ سرپرست وژلي دي، همدا ډول نور…
دا د امر باالمعروف او نهی عن المنکر لړۍ دوی له هغه وخته راپيل کړه کله چې دوی د توپکيانو او پاټکونو لمن ورټوله او خپله واکمني يې پيل کړه، هغه وخت هم ددوی زيات شمېر جنګياليو په خپل سر داسې کېسې کولې د خلکو شتمنۍ يې د مال غنيمت په نامه چورولې، ښکلې نجوني به يې د مينځو په صفت نيولې خلک به يې د خلقي، پرچمي، ملحد په نوم وژلو او داسې نور… چې بيا ای ايس ای دوی ته مشوره ورکړه چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر رياست جوړ کړئ، او ددې کړنو مخنیوی وکړئ. په دې هکله د “افغانستان د جهاد داستان” کتاب په ۸۸يم مخ کې په افغانستان کې د پاکستان د ای ايس ای نوموتی جاسوس کرنل امام چې طالبان خپل بچيان بولي وايي:
دا سمه ده د طالبانو په منځ کې به هر ډول خلک وي کله چې لومړی ځل د امر باالمعروف او نهی عن المنکر څانګه جوړېدله داسې وشول چې طالبانو به د پخوانیو خلقیانو او د روسانو د اجنټانو په کورنیو تېري کول هغوی یې مینځې ګڼلې او د شپې به یې کور ته وړلې، په کندهار کې خلکو له ډاره ږغ نه کولو خو دا کیسه ورځ تر بلې ډیرېدله، یوه ورځ کوم طالب چې طالب نه و خو پګړۍ یې په سر وه په کوم کلي کې پیغله جینۍ خوښه کړې وه، هغه یې له پلار غوښتې وه خو چې نه یې وه ورکړې په زور یې ځان سره وړې وه، کله چې نجلۍ انکار کړی و پرې زیاتی یې هم کړی و او بیا یې وژلې وه، د نجلۍ کورنۍ طالب مشرانو ته عرض وکړ ټولو اندیښنه وښوده او وویل چې دا ستونزه ډیره شوې نو بیا زما د یو ملګري کور ودان چې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ایډیا یې وړاندې کړه او ټولو طالب مشرانو ومنله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.