د افغانستان د پخواني امنیتي ځواکونو د نیولو او وژلو دوام

محمد اسحاق اکرمی - دویچه ویله

786
7 ساعتونه مخکې

د طالبانو له لوري د عمومي عفوې د رعایتولو پر مکرر ټینګار سربیره هم د افغانستان د پخواني امنیتي ځواکونو د نیولو او وژلو د لړۍ د ادامې ادعا کيږي. هغه پخواني امنیتي کسان چې ایران او پاکستان ته تللي هم د امنیت احساس نه لري.

د تیر میلادي کال په اګست میاشت کې چې طالبان بيا واک ته ورسېدل، لومړۍ ژمنه يې عمومي عفوه وه. هغه فرمان چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده له لوري صادر شوی وو، د پخواني حکومت امنیتي ځواکونو او کارکوونکو ته ویل شوي وو چې دوی په عمومي عفوه کې شامل دي.

خو ونه ورکول کیږي.

په یوه تازه مورد کې محرم علي عليزاده چې د پروان ولایت په ترکمن دره کې د پخواني حکومت په محلي پولیسو کې وو، د هغه د خپلوانو په وینا د طالبانو تر شکنجې لاندې وژل شوی دی. په تیر یوه کال کې تل د طالبانو په لاس د پخواني امنیتي ځواکونو د وژل کیدو رپوټ

د محرم علي خپلوان وایي چې هغه درې ورځې دمخه د سرخ او پارسا ولسوالۍ په ترکمن دره کې د طالبانو د ځواکونو له لوري نیول شوی وو او تیره ورځ یې د پروان ولایت په مرکز چاریکار کې جسد کورنۍ ته سپارل شوی.

د علیزاده له دوستانو څخه یوه یې دویچه ویله ته وویل: «محرم د مرمۍ په فیر نه دی وژل شوی. بلکې د شکنجې او وهلو ټکولو له کبله مړ شوی او تیره ورځ طالبانو د هغه جسد په چاریکار کې د هغه کورنۍ ته سپارلی.»

د پخواني اردو غړي د طالبانو له لوري د غچ اخیستو ویره لري
د پخواني اردو غړي د طالبانو له لوري د غچ اخیستو ویره لريانځور: Sajjad Hussain/AFP

د دغه ځایي اوسیدونکي په وینا، تیره ورځ طالب ځواکونو د ترکمن درې دوه ځوانان په پروان ولایت په سیاه ګیرد او سرخ او پارسا ولسوالیو کې پرته له کوم مشخص تور څخه نیولي دي.

د افغانستان د پخوانۍ اردو ځواکونو د نیولو او بیا وروسته د وژلو انفرادي قضیې په تکراري ډول لیدل شوي دي. خو طالبان تل په دغه ډول قضیو کې لاس لرل ردوي.

د پخواني اردو د غړو د وژل کیدو په هکله دقیق شمیر نه شته. خو ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان او بشري حقونو په څیر نړیوالو سازمانونو تر دې دمخه د طالبانو له لوري د پخواني امنیتي ځواکونو د هدفي وژنو، شکنجې او نیولو په اړه خپلې اندیښنې ښوولې دي.

ملګرو ملتونو د جنورۍ میاشتې په وروستیو کې یو راپور خپور کړی وو چې پکې د طالبانو له لوري د پخواني امنیتي ځواکونو تر سلو زیاتو کسانو د وژل کیدو یادونه شوې وه.

په ګاونډیو هیوادونو کې د ډار احساس

په تیر یوه کال کې د افغانستان د پخواني حکومت په زرونو پخواني ځواکونه د طالبانو له لوري د غچ اخیستنې له ویرې له افغانستانه وتلي او د ایران او پاکستان په څیر هیوادونو ته مهاجر شوي دي. خو دغه کسان د افغانستان په دغو ګاونډیو هیوادونو کې هم د امنیت احساس نه لري.

د افغانستان د امنیتي ځواکونو یو پخوانی غړی چې وایي د افغانستان د ملي امنیت ریاست د چټک غبرګون په قطعه کې یې لس کاله کار کړی او د طالبانو له خوا د غچ اخیستنې له ویرې پاکستان ته تللی دی.

دغه کس چې د امنیتي دلایلو له کبله غواړي د عبدالجبار په نوم یاد شي، وایي چې په پاکستان کې هم د تعقیبیدو او ګواښل کیدو ډار لري: «د پاکستان کشفي ځواکونه زما کور ته راغلل. ما ته یې د مالي مرستې ژمنه راکړه او راته ویې ویل چې خپل همکاران وروپيژنم چې چیرې دي او په کومو کارونو بوخت دي.»

د جبار په خبره هغه له دغو استخباراتي مامورینو وخت وغوښت او نه یې غوښتل چې هغوی ته معلومات ورکړي، نو مجبور شو چې په پاکستان کې خپل هستوګنځای او د تلیفون شمیره بدله کړي.

د افغانستان د پخواني اردو عسکر
د افغانستان د پخواني اردو عسکرانځور: Nazim Qasmy/AP/picture alliance

د پخواني اردو د هغو غړو په اړه چې ایران ته کډه شوي هم دا اندیښنه شته چې هغوی د خپلو موخو له پاره وکاروي؛ په ځانګړې توګه دې ته په کتو سره چې ایران دمخه افغان مهاجر د سوریې جګړې ته هم استولي وو.

یو نظامي څارنوال چې پخوا یې په کابل کې د ملي امنیت په ریاست کې کار کاوه او اوس ایران ته مهاجر شوی، وایي چې هغه هم دا اندیښنه لري.

هغه له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «په ایران کې د وکالت دفتر زموږ ټول خصوصیات ثبت کړي دي، زموږ د هستوګنې او د کاروبار له ځایه خبر دي. زه دا احساس کوم چې د ایرانیانو تر څارنې لاندې یم او له موږ څخه د سیاسي استفادې قصد لري. زه د امنیت احساس نه کوم.»

خو طالبان دا ټول رپوټونه ردوي او آن د پخوانيو نظامیانو د نیولو، شکنجې او وژلو پر یوه مورد هم اعتراف نه کوي او ځینې دا ډول وژنو ته د «شخصي دښمنیو» نسبت ورکوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور، د پخوانیو امنیتي ځواکونو د غړو د نیول کیدو، شکنجې او وژل کیدو په هکله رپوټونه اوازې او «درواغ» بولي: «د امیرالمومنین د فرمان له مخې، هیڅوک حق نه لري چې پخواني امنیتي ځواکونه وګواښي، تعقیب او شکنجه کړي او هر څوک چې ادعا کوي چې امنیتي ځواکونه شکنجه شوي، ټول شایعات او تبلیغات دي.»

د پوځي چارو پوهان تائیدوي چې د افغانستان پخواني امنیتي ځواکونه نه یوازې په افغانستان، بلکې د افغانستان په دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان کې هم د امنیت احساس نه لري.

د پوځي چارو کارپوه جنرال محمد رادمنش چې په پخواني حکومت کې یې د دفاع وزارت د ویاند په توګه هم کار کړی دی وایي چې «پاکستان [پخواني] امنیتي ځواکونه نیولې، اسناد یې ورڅیړي کړي او بیا یې د پولې دې خوا ته بیرته افغانستان ته انتقال کړي دي.»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.