د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن د هېواد پنځو مرکزي ولایتونو کې د لمپيسکېن ناروغۍ پر وړاندې څارویو ته د واکسین د تطبیق کمپاین پیل کړ.
د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم کابل کې یوې غونډې ته وویل، لومړي پړاو کې به کابل، کاپیسا، پروان، لوګر او میدانوردګ ولایتونو کې څارویو ته د لمپيسکېن ناروغۍ ۱۲۵ زره ډوزه واکسین تطبیق شي.
په همدې حال کې یوشمېر مالداران د لمپيسکېن ناروغۍ د واکسین کمپاین پېلېدو څخه هرکلی کوي او وايي، دغې ناروغۍ سخت زیانمن کړي دي.
له دې سره د کرنې وزارت مسوولان له خلکو غواړي چې پر لمپيسکېن ناروغۍ اخته څاروي قرنطین کړي او د څارویو حفظ الصحې او د اوسېدو ځای ته جدي پام ولري.
د یادونې ده چې لمپيسکېن ناروغۍ غواګانو کې د پوستکي یو ډول ناروغي ده چې په دغې ناروغۍ د اخته څارویو له شېدو او غوښو څخه استفاده کول انسانانو ته زیان نهلري، خو په وینا يې، خلک دې د احتیاط لپاره د څارویو د غوښې له خوړلو ډډه وکړي.
د لمپيسکېن په نوم ناروغۍ د هېواد یوشمېر نورو ولایتونو کې ګڼ څاروي لهمنځه وړي چې ورسره ماللرونکو ته زیانونه اوښتي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.