په کندهار کې یو کس ځان د چاړه په وسیله حلال کړی

479

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سپین‌بولدک ولسوالي کې یوه کس د چړې په وسیله ځان حلال کړی، خو ژوندی دی.

د کندهار د والي وياند حاجي زيد وايي، پېښ د سپین‌بولدک په سامېزو کلي کې رامنځته شوې او په وینا یې، نوموړي کس غوښتل ځان وژنه وکړي، خو نه دی بریالی شوی.

حاجي زید د دغه کس د کورنۍ د غړیو په حواله زیاته کړې چې نوموړي عصبي ناروغي درلوده او غوښتل يې ځان وژنه وکړي.

د کندهار د والي ویاند زیاته کړه چې دغه کس روغتون ته لېږل شوی او اوس تر درملنې لاندې دی.

بل خبر هم دا چې:نامالومو کسانو په لغمان کې د نارنجو د يوه باغ زر ونې او سلګونه زينتي بوټي پرې کړي دي. دا پېښه د چهارشنبې په شپه د لغمان د مرکز مهترلام د ميرزاباغ په کلي کې شوې ده. د نارنجو د ياد باغ مالک ضياء‌الله ويلي چې سخت ظلم ورسره شوی او د پولۍ ټک ته کېنول شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.