د اقلیم بدلون کړیدلي افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

همایون بابر

928

سبتمبر ۲۷/ ۲۰۲۲

دا ټولو ته جوته خبره ده چې د بشر په لاس او د بشر د کړنو له لاسه د ځمکې د کُرې تودوخه ډیرې شوې او د نړۍ اقلیم بدل شوی دی. دا بدلون څه ساده خبره نه دی. د اقلیم بدلون د ځمکې په مخ د ټولو اوسیدونکو (انسانانو، ژویو، سمندري ژویو، حشراتو، نباتاتو او…) ژوند سخت اغیزمن کړی دی. له وچکالی نیولې، بیا د ځمکې د تودوخې، توپانونو، ډول ډول ناروغیو او د غیر موسمي بارانونو، واورو او نورو ډیرو پدیدو یادونه کولی شو چې د اقلیم د بدلون له وجې رامنځ ته شوي او انساني ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

له نیکه مرغه، افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د اقلیم د بدلون په روانه پروسه کې یا هیڅ برخه نه لري او یا هم ډیره کمه برخه لري. علت یې دا دی چې افغانستان یو شاته پاتې هیواد دوی او د هغو صنعتي هیوادونو په کتار کې نه راځي چې د خپلو صنعتي فابریکو د چلولو په مټ، هوا ککړه او ګلخانه یې غازات هواته خپاره کړه کړي. لا تر اوسه هم، د افغانستان د ژوند بڼه طبیعي او ارګانیک دی چې دا په خپل ذات کې د اقلیم د بدلون د مخنیوي په مسئله کې، د ستایلو ده.
خو له بده مرغه، افغانستان له هر بله هیواده د اقلیم د بدلون له پدیدې څخه ډیر اغیزمن او متضرر دی. څرنګه چې مخې مو و ویل، سره له دې چې افغانستان د اقلیم د بدلون په روانه پروسه کې هیڅ برخه نه لري. خو تر هغو هیوادونو ډیر متضرر دی چې د اقلیم په بدلون او د ګلخانه یې ګازاتو په نشر او پخش کې لویه ونډه لري.
د بېلګې به توګه، د اقلیم د بدلون له وجې، افغانستان په وروستیو څو کلنو کې سختې وچکالۍ ځپلی دی. د بارانونو او واورو اورېدلو کچه تر نیمایې را ټیټه شوې ده. د واورو او بارانونو د نه ورېدو له وجې، د ځمکې لاندې اوبو سطحه په ورورستیو دوه لسیزو کې درې برابره ټیټه شوې ده. په یوشمېر لویو ښارونو لکه کابل، هیرات او کندهار کې دې چارې د ښارو اوسیدونکو ته لوی ستونزې جوړې کړي او له ډیرو لرو لرو سیمو څخه په بوشکو کې د اړتیا وړ اوبه راوړي. او یا هم له غیر صحي او ناولو اوبو څخه استفاده کوي.

د دې ترڅنګ، د اقلیم د بدلون په خاطر د رامنځته شوې وچکالۍ بل ستر اغیز د افغانستان په سیندونو او روانو اوبو دی. په وروستیو څو کلونو کې د پر له پسې وچکالی په خاطر، ډیری سیندونه، کانالونه او کاریزونه وچ شوي دي. له دغو سیندونو څخه په کرونګرو، مالدارانو او د سیمې اوسیدونکو د خپلو کروندو د خړوبولو، د مالونو د څښاک او د انساني څښاک لپاره استفاده کوله. خو د اقلیم د بدلون په خاطر د راغلې وچکالۍ په سبب، دا سیندونه، کاریزونه او کانالونه وچ شول او خلکو یې اړ کړل چې له خپلو سیمو ګډه شي.
د مثال په ډول، د بادغیس، هیرات، نیمروز، فراه، بلخ، فاریاب، جوزجان، زابل او غزني ولایتونو یادونه کولی شو چې په زرګونه کورنیو، مالدارانو او اوسیدونکو یې خپلې سیمې پرې ایښې او نورو هغو ولایتونو ته ګډه شوې چې څه نا څه اوبه په کې پیدا کیږي. د کورنیو بې ځایه شویو تر څنګ، زرګونه کورنۍ ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شوي دي. د هرات
داخلي بې ځایه شویو کمپ   IDPs (شهرک سبز) همدا اوس په زرګونه هغه کورنۍ ژوند کوي چې د ختې وچکالۍ په خاطر ې خپلې سیمې پرې ایښي او په سختو شرایطو کې ژوند کوي.

د وروستیو رسمي ارقامو له مخې، په وروستیو کلونو کې ملیونونه افغانان وچکالۍ ځپلي او له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي. د ګډوالی ترڅنګ، فقر او بې‌وزلي بله هغه پدیده دی چې د افغانانو په سر د اقلیم د بدلون په وجې د رامنځته شوې وچکالۍ په خاطر، پرې رالوېدلې ده. د ملګرو ملتونو د رسمي ارقامو له مخې، نږدې ۲۴ ملیونه افغانان په شدید فقر کې ژوند کوي او عاجلو مرستو ته اړتیا لري. البته دا خبره د یادونې ده چې په دې کې نور عناصر لکه کوید ۱۹، وروستي سیاسي تحولات او د امریکا بندیزونه هم خپل نقش لري.

بل مهم اغیز چې د اقلیم بدلون په افغانستان پرې ایښی دی، هغه د نامنظمو او بې وخته توفاني بارانونو اوریدل دي. میاشت وړاندې افغانستان د شدیدو بارانونو شاهد وو چې دا ډول ورښتونه په افغانستان کې ډیره سابقه نه لري. د همدې بې وخته بارانونو له وجې، په ډیرو ولایتونو کې لوی لوی سیلابونه راغلل چې زرګونه کورنۍ یې ړنګې، په لسګونه زره هکتاره زراعتي ځمې ویجاړې او د خلکو میوې او زراعت ې خراب کړ. همدغو سیلابونه د ډیرو افغانانو ژوند واخیست او د دې زخمي ولس په زخمونو یې لا ډیره مالګه و شیندله.
یو اړینه مسئله چې باید هېره نه شي، هغه دا دی چې د اقلیم بدلون یوازې وچکالي او بې‌وزلي نه دی رامنځته کړي، بلکې ډول ډول انساني او حیواني ناروغی یې هم رامنځته کړي. همدا اوس په افغانستان کې ډیری ناروغی داسې دي چې پخوا یا نه وې او یا هم ډیرې کمې وې. د انساني نارغیو ترڅنګ، حیواني او نباتي ناروغی هم خورا ډیرې شوي دي. د بېلګې په توګه، په بغلان او شاوخوا ولایتونو کې لنګو او بلاربو غواګانو ته داسې مرض پیدا شوی چې له لنګوال سره سم، څو دقې وروسته مري. د سیمې خلک وایې چې ډاکتران د دې مرض په تشخیص او تداوی کې لا هم نه دي بریالي شوي.

که موضوع را خلاصه کړو، نو ویلی شو چې، سره له دې چې افغانستان د اقلیم د بدلون په روان بحران کې هیڅ نقش نه لري، خو له بدغه مرغه چې د دې پدیدې له پایلو سخت متضرر دی. له شدیدې وچکالۍ نیولې، بیا تر نامنظمو او بې وخته بارانونو، توفانونو، سیلابونو، ډول ډول ناروغیو، فقر او بې کاري او ګډوالي، هغه لوی لوی ناورینونه دي چې افغانان ور سره د اقلیم د بدلون د اثراتو په وجه لاس او ګرېوان دي. دا هم معلومه نه دی چې دغه ناورین له څومره دوام کوي او لا به څومره نور افغانان د هلاکت کندې ته ټېل وهي. ځکه چې د ملګرو ملتونو د اقلیم د بدلون د مخنیوي هڅې لا هم هغه شان بریالی نه دي، چې باید وای.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.