کوچني اصول ، سترې پایلې ، په زړه پوري لارښوونې

کریم عادل

680

  که غواړئ چې ذهني بوج مو کم او د آرامۍ احساس وکړئ ، هره ورځ له ۱۰ – ۳۰ دقیقو پلۍ مزل وکړئ او پر شونډو مو موسکا ولرئ . هره ورځ یوازې د لسو دقیقو لپاره یو آرام ځای کې کښېنئ . هېڅکله مو د خوب وخت پر فلم / تلوېزيوني پروګرام مه ضایع کوئ ، که ډېر اړین پروګرام وو ، تکرار يې د ورځې وګورئ .

 هر سهار له خوبه پاڅېدو سره سم د ورځې پر پلان متمرکز اوسئ . د تېر کال په پرتله ډېر کتابونه د مطالعې له‌ پاره وټاکئ . هره ورځ د عبادت/ دعا له‌ پاره وخت وټاکئ . له ۶۰ کالو لوړ او د ۷ کالو ټيټ عمرو سره کېنئ ، ډېر څه به ترې زده کړئ . له خوب څخه د پاڅېدا وروسته خپل خوبونه تعبیر کړئ . هره هغه سبزي او مېوه چې ستاسې خوښېږي ، کوښښ وکړئ ، ډېره ګټه ترې پورته کړئ .

 شین چای ، ډېرې اوبه ، بادام او قهوه مو به غذايي رژیم کې داخل کړئ . کوښښ وکړئ هره ورځ د درې کسو پر شونډو د خندا سبب شئ . کور / خونه ، دفتر او موټر مو هره ورځ منظم کړئ . پر ځای د دې چې ورځنۍ انرژي مو پر اوازو ، منفي خبرو / فکرونو او ماضي ولګوئ ، ښه به وي ، چې پر « حال » متمرکز شئ او مثبت فکر وکړئ . هره ورځ ژوند مو د ښوونځي یو ټولګې وګڼئ ، کوښښ وکړئ ، چې تش لاس بېرته کور ته ستانه نشئ .

سهارنۍ مو ښه پیاوړې ، غرمنۍ مو په منځنۍ ډول ښه او ماښامنۍ مو کمزورې ترسره کړئ . ځان ډېر جدي مه نيسئ ، کوم کار چې تاسې نشئ کولای ، ډېر نور يې هم نشي کړای . اړینه نه‌ ده چې پر هر بحث کې تاسې ګټونکي شئ ، د نظرونو توپیر ته باید ژمن اوسئ . له خپل « ماضي » سره د « حال » د ښه‌ والي په‌ خاطر سوله وکړئ . خپل ژوند هېڅکله د نورو سره مه پرتله کوئ . هېڅوک ستاسې د خوښئ او خپګان ذمه‌ وار نه دی ، د دې هر څه مسوول تاسې خپله یاست .

 هره سخته چې درباندې راغله ، دا فکر وکړئ ، چې ۵ کاله وروسته به دا سخته وی که‌ نه ؟ که ځواب مو « نه » وي ، زړه ورته مه‌ خورئ . هڅه باید وکړو ، چې ټول وبښو . هغوی چې ستا په اړه فکر کوي ، تا پورې اړه نه‌ لري . مه وارخطا کېږئ حالت که ښه وي او که بد تېرېږي . د ناروغۍ او سختې پر مهال ، ستاسې کارونه / دنده نور تر سره کوي ، تاسې باید په کارونو نه ، بلکې په اړیکو فکر وکړئ . ستاسې لپاره تر ټولو ښه چانسونه پر لاره دي تل يې په‌ تمه اوسئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.