د کمیسون سرہ د مجلس پاته برخه:
د ماښام لمانځه ته پر لارہ، خیرخوا صیب او زہ جوړہ روان وو.
ما ورته وویل: موږ تل د تاریخ په لیکلو کې غفلت کړی، بیا نورو زموږ تاریخ راته پخپل مزاج برابر لیکلی.
دې ولس په تیرو شلو کلونو کې ډیرې قربانۍ ورکړي. گوانتنامو، بگرام، پلچرخي او نور زندانونه پر موږ
د شوي وحشت ژوندي شاھدان دي. که زموږ طالب مجاھدینو د بي ۵۲، ډرون او نورو ھوایي او ځمکنیو تھدیدونو
لاندې ساہ اخیستې نو مشرانو مو ھم په جیلونو کې دوحشي بشر دوستانو تر ابوجھلي سزاگانو لاندې
د أحد أحد نارې وھلي!!
تاسې او موږ به سبا نه یو، نوی نسل به د دې ازادۍ پر اصلي قیمت پورہ خبر نه وي.
که تاسې او د گوانتنامو نور ملگري خپلې کیسې ولیکي او د تاریخ په لمن کې یې واچوي نو
راتلونکي نسلونه به مو په دې پوہ وي چې داازادي چا په خیرات کې نه دہ ورکړې بلکې د ازادۍ تر
منزله مو د شلو کلونو ازغنه لار وھلې!
که تاسې ته یاد شي، ډیر کلونه پخوا ما ھمدا وړاندیز په قطر کې ملگرو ته کړی و. ما ان د کتاب نوم ھم
د گوانتنامو پنځه گلان ( خیر خوا،نوري، وثیق، عمري او ملا فاضل صاحبان ) انتخاب کړی و.
ما غوښتل له تاسې څخه یې واورم او بیا یې ستاسې ھر یوہ له بیوگرافي سرہ یوځای ولیکم او نشر یې کړم.
خو بیا حالت په چټکۍ بدل شول او د کتاب لیکل پاته شو!
خیر خوا صیب د اطلاعات او کلتور وزارت لخوا د ھمداسې کومې پروژې د پیلیدو زیری راکړ
خو نورې خبرې مو و نه شوای کړای، مسجدته رسیدلي وو او اقامت ھم پیل شوی و!
د مجلس تیرہ برخه مو د سپیدار ماڼۍ په ښکلي چمن کې وہ، خو تر لمانځه پس تیارہ خپرہ شوې وہ.
د مجلس پاتې برخې ته مو دکنفرانس په یوہ لویه خونه کې دوام ورکړ.
د مجلس مشري د مولوي عبد الکبیر پر غاړہ وہ.
ھغه له شیخ شھاب الدین دلاور څخه و غوښتل چې د استاد ځینو گرویږنو ته ځواب ووایي!
شیخ صیب دلاور:
لومړی خو تاسې ته ستړي مه شي وایو، الله مو ھرکله راوله! مشورې، سپارښتنې او وړاندیزونه
مو په لیمو! موږ تل ستاسې مشورو ته سترگې پر لار یو او اړتیا ورته لرو!
ھیله دہ خپلې مرستې به زموږ سرہ د تیر پڅیر جاري وساتئ تر څو د خپل زوریدلي، مجاھد او
مظلوم ولس د ھوساینې او بسیاینې په لارکې ترې کار واخلو!
په ټوله کې د استاد خبرې سمې دي خو موږ غواړو د ځینو نکتو وضاحت وړاندې کړو؛
لومړی خو لله الحمد پخپله خاورہ، خپل حاکمیت د اسلامي نظام تر چتر لاندې ناست یو او
د ټولو ھڅه دا دہ چې څرنگ کولای شو د خپل ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا، مستقل او آزاد
بھرني سیاست او ملي گټو پر حفظ د یوہ شرعي نظام له لیارې د خپل ولس خدمت وکړو؟
موږ دا منو چې د عفوې له عمومي فرمان څخه ځینو داسې مجرمینو ھم گټه پورته کړہ چې
د عفوې قابل نه دي خو د ااا په دې وتوانیدچې د قدرت جزیرې یې ور
ختمې کړي. نور کوم والي، جنگسالار، او یا بل څوک نشي کولای نظام وننگوي!
ملي حاکمیت او ملي اتحاد داسې اعادہ شو چې ساری یې موږ په تیرو ۴۴ کلونو کې نه و لیدلی!
ستونزې شته خو لاسته راوړنې ھم ډیرې دي، تیرې ادارې د نظامي ارگانونو پر چلولو د کال ۴ میلیاردہ ډالر
مصرفول چې ھغه پیسې ھم له نورو ھیوادونو څخه د خیرات یا مرستې په نوم راتللې. موږ لله الحمد ھمدا
اوس درې نیم لکه نظامي او امنیتي پرسونل لرو چې مصارف یې له خپلو عوایدو پورہ کوو. د کوم ھیواد د
فوځ مصارف چې نور ورکوي، ھغه فوځ یا امنیتي ارگان به څومرہ خپلو ملي ارمانونو اوڅومرہ به
د مرستندویه ھیوادونو گټو ته ژمن وي؟!
د اساسي قانون په اړہ ستاسې ( استاد ترہ کی ) نظر بالکل سم دی، موږ باید د نظام پر شکل وغږیزو. تاسې
زموږ مشران یاست، په دې برخه کې پورہ تجربه لرئ. موږ به مو له علمیت څخه گټه پورته کوو او پر
مشورو به مو ان شاء الله چې پورہ پورہ عمل کوو.
پیرزادہ:
محترم شیخ صیب! دا چې تاسې وایاست داسې ملي حاکمیت په تیرو ۴۴ کلونو کې نه و راغلی نو موږ په
لوی لاس د امارت تیرہ دورہ ھم په ھماغو ۴۴ کلونو کې حساب کړہ چې موږ پکې د ملي حاکمیت څښتنان نه وو.
شیخ صیب وویل: نه، زما موخه د سل سلنې ملي حاکمیت څخه دی. په تیرہ دورہ کې د افغانستان ځینې
برخې د اا تر سلطې لاندې نه وې. موږ په نژدې ۹۵ سلنه حاکم وو او اوس لله الحمد، دا حاکمیت سل سلنه دی.
خیر خوا صیب بیا د نظرونو اختلاف رحمت وباله او په ھمدې کې یې د ولس او ام ا رت خیر وگڼلو.
استاد د سرحداتو له وزیر څخه ایران سرہ پر پوله د افغان سرحدي پولیسو د تیر یو کال د نښتو او په ځینو
سرحدي سیمو کې د پاکستان د پرمختگ او ازغن تار په اړہ وپوښتل.
ښاغلي نور الله نوري د سرحداتو په اړہ مفصل ځواب ورکړ.
ھغه وویل: سرحدات د یوہ ھیواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپارہ د ملا د تیر حیثیت لري. د سرحداتو
وزارت په دې اړہ ډیرې څیړنې کړي تر څومالومه کړي کوم گاونډی ھیواد په کومو ځایونو کې
زموږ پر سرحداتو بلوسیدلی!
موږ د خپلو څیړنو په رڼا کې وایو:
یواځې چین زموږ داسې یو گاونډی دی چې د نړیوالو نورمونو او دوہ اړخیزو معاھدو او قراردادونو
پاس یې ساتلی، زموږ پر پولو یې تیری نه دی کړی، نور ھر گاونډي د افغانستان پر خاورہ تیری کړی.
ایران څو ځل زموږ پر خاورہ تجاوز کړی چې زموږ سرحدي قواو پر شا تمبولی. څه مودہ وړاندې
زیات او کم ۱۵۰ مترہ مخکې راغلی وچې زموږ زړورو سرحدي قواو پر شا وتمبول، اوس مو یو
گډ کمیسون جوړ کړی چې د دې معضلو جاج واخلي او په راتلونکې کې د بیاتیري مخه ونیسي.
د وا خان د سرحدي سیمې خبرہ چې گویا موږ پاکستان ته ورکړې او یا مو ھلته له
مرکزي اسیا ( تاجکستان )
سرہ د وصل لیار ورکړې، ھم مطلق دروغ او پوچ تبلیغات دي.
موږ له پاکستان سرہ د ۲۴۰۰ او ۲۶۰۰ کیلومترہ په شاوخوا کې فرضي کرښه لرو چې پر افغانستان
را تپل شوې او موږ یې د سرحد په نوم نه پیژنو!
د ھمدې فرضي کرښې په اوږدو کې پاکستان زموږ پر خاورہ تجاوز کړی او په ځینو سیمو کې یې
ازغن تار ھم لگولی، خو دا ھر څه د تیرې ادارې پر مھال د ناټو په موجودیت کې شوي.
په ھغو ځایونو کې چې پاکستان مخ ته راغلی، موږ د یوہ گډ کمیسون له لیارې ھڅه کوو په شا یې وتمبوو.
د ااا له راتگ څخه پس موږ نه پاکستان ته دا اجازہ ورکړې چې د کرښې پر پاته برخو کې ازغن تار
تیر کړي او نه یې پریږدو چې د افغانستان پر یو انچ خاورہ قبضه وکړي!
زموږ ھمدا پالیسي د ایران او نورو گاونډیانو په اړہ ھم دہ!
موږ پر چا تجاوز نه کوو، نه بل څوک پریږدو چې زموږ له پولو کوم گاونډی یا بل ھیواد تھدید کړي،
ھمداراز ھیڅ گاونډي ته ھم دافغانستان پر یو لویشت خاورې د مخکې راتگ اجازہ ورکوو!
د نوري صیب د خبرو پر مھال مې یو عجیب د مالکیت احساس کاوہ! په سر کې مې د خپل یوہ
پخواني شعر چې د غني د پاچاھۍ پرمھال مې لیکلی و، دا بیت گرځید:
یو ورځ به را پیدا شي در نه و به کړي پوښتنه دا خاورہ مالک لري، نه دہ بې څښتنه!
نوري صیب د عمومي عفوې په اړہ وویل: موږ د ستر مصلحت لپارہ، د فقھي پر أخف الضررین
یا أھون الشّرین عمل کړی!
که عفوہ نه وہ اعلان شوې نو د وینو ویالې به بھیدلې وای . سرہ له دې چې له عمومي عفوې
څخه ځینو مفسدو او خاینو کړیو ھم گټه پورته کړہ خو په ټوله کې ولس د آرام او ھوساینې ساہ واخیسته.
موږ د ھغوی د قدرت جزیرې ورختمې کړې، که وکتل شي تر ټولو زیات ظلم د ااا له افرادو او
منسوبینو سرہ شوی وو خو موږ بیا ھم د ھیواد د علیا مصالحو او د بېځایه وینې د تویدنې د مخنیوي
په خاطر پخپلو زړونو کاڼي کیښوول او د ااا د امیر المؤمنین د عفوې عمومي فرمان ته مو لبیک ووایه!
د استخباراتو له لوی ریس عبد الحق وثیق څخه مو د امنیت، د داعش حضور او د شمال بغاوتگرو
د گواښ په اړہ و پوښتل.
ھغه وویل: په کابل او د افغانستان په نورو ټولو سیمو کې مطلق امنیت حاکم دی..
ھغه څه چې په رسنیو کې خپریږي له ځمکنیو واقعیتونوسرہ بشپړ توپیر لري.
په افغانستان کې د اختطاف، غلا او نورو سنگینو جرایمو سلنه ښایي د نړۍ په کچه تر ټولو ټیټه وي.
د شمال باغیانو نظامي حضور ھم یواځې د رسنیو پر مخ موجود دی، که نه، ھغوی
د افغانستان په کومې کوچنۍ سیمې یا واړہ کلی ھم قابض نه دي.
داعش بھرنۍ پدیدہ دہ، په افغانستان کې ریښه نه لري.
ااا یې ټول ستر او واړہ مرکزونه له منځه وړي، اوس یواځې ډیر کم پټنځایونه لري، چې له ھغو ځایونو
پر ولسي وگړو، مسجد ونو، او نورود تجمع نکتو بزدلانه حملې کوي، خو زموږ قوي استخبارات
یې تل په لټه کې وي، پیدا کوي یې او له منځه یې وړي.
له سیاسي کمیسون سرہ مو مجلس نژدې ماسخوتن پای ته ورسید. موږ ورڅخه د دومرہ پراخه
وخت راکولو مننه وکړہ او ھوټل ته راستانه شو.
د افغانستان قضایي سستم او ننگونې ( له یوہ برطرف شوي قاضي سرہ د زړہ خواله )
له ټیموټي ویکس او نظر محمد مطمئن سرہ ناببرہ ملاقات……
دا لړۍ ادامه لري!
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.