کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی

738

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت دی.

نوموړي لیکلي: «ا.ا د کابل دیارلسمه امنیتي حوزه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید یو لوی وحشت بولي او په کلکو ټکو یې غندي. د دې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي.»

نوموړي همداراز لیکلي چې د دغه برید د عاملانو د نیولو لپاره به جدي هڅې وشي.

نن له غرمې مخکې د کابل دشت‌برچي سیمې اړوند کاج په نوم ښوونیز مرکز کې هغه مهال چاودنه وشوه چې ګڼ‌شمېر زده‌کوونکي دغه مرکز ته د کانکور ازمایښتي ازموینې لپاره ورغلي وو.

د کابل امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چاودنه کې تراوسه ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ټپیان دي، خو ځینو سرچینو بیا ویلي چې دغه برید کې څه باندې ۳۰ کسان وژل شوي او د ۴۰ په شاوخوا کې کسان ټپیان دي.

تراوسه د دغه برید مسوولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.