الوتونکې فابرېکه

731

هغه فابرېکه چې الوزي او تر ټولو خوندور خواړه او درمل توليدوي، د شهدو مچۍ ده چې شهد يې خوندور خواړه او درمل دي.
له رازونو څخه ډک ، په کايناتو کې يو عجيب او نا اشنا مخلوق د شهدو مچۍ چې جوړښت، ژوند، نظم او قانون يې بيخي له عجايبو ډک دی، دا حشره ډېر په زړه پورې شکل لري، ډېری يې ژيړ او تور رنګ څخه جوړ شوي دي.
دا حشرات خورا د قدر وړ او د خلکو لخوا د زياتې پاملرنې وړ دي ، ځينې يې په ځنګلونو، بيدياوو او يو شمير کليوالي ونو کې ځالې کوي، بچي کوي ، شهد توليدوي چې يواځې يې په خپل مصرف رسوي، او يو شمېر يې د خلکو لخوا ترې وړل کيږي.
همدا راز ځينې يې د خلکو لخوا په فارمونو کې ساتل کيږي، لرګين بکسونه ورته جوړوي، او ځانګړي کسان يې روزنه په غاړه اخلي، چې دغه شهد بيا د فارم د مسؤلينو لخوا راټوليږي او د خرڅ لپاره بازار ته وړاندې کيږي، چې د شهدو د بازار لوړه برخه توليدوي.
شهد هغه خواړه دي چې خوږه يې بيخي ډېره ده ، مګر له خوږوالي سره سره کومه ناروغي منځته نه راوړي، غاښونه نه خرابوي، د شکرې ناروغۍ ته تاوان نه کوي، بلکې د دغه ډول ناروغيو لپاره مفيد هم دي.
شهد له ډوډۍ سره خوړل کيږي، په شربتونو کې کارول کيږي، له لېمو سره يو ځای هم استعماليږي او په ګڼ شمېر درملو کې په کار وړل کيږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.