د شاهرخ د دل والی فلم ۲۷ کاله پوره شو

607

نن د DDLJ فلم دخپریدو 27 کاله پوره شول.

دفلم په اړه کم ویل شوي جالیبې نقطې.
۱- یاد فلم په هند کې دهندوستان دتاریخ تر ټولو ډیر چلیدلی فلم دی چي لاهم تراوسه په سینماو کي خپریږي او خلګ یي ګوري
۲- په هند کې دشاهرخ خان د شاهرخ خان دمسلک تر ټولو لوې بلاک باسټر شوی فلم دی
۳- په 90s لسیزه کي د هندوستان د 3 ټاپ فلمونو څخه یو فلم اعلان سوو چي ویل کیدل چي دمرګ دمخه باید وکتل شي
۴- دفلم موسیقي او سندرې جتین او للیت جوړي کړي وي چي د 90s لسیزي تر ټولو ډیري خرڅي سوي او خوښي کړل سوي سندرې وي
۵- د آدتیا چوپړا په ډایرکشن لومړنی جوړ سوی فلم وه ددي مخکي آدتیا دخپل پلار یش چوپړا سره د Darr فلم په فلمبرداری کي دکومکي ډایرکټر دنده پرمخ وړل
۶- یاد فلم دملي جشنوارې څخه د خلګو دطرفه د ډیر خوښ کړل شوي فلم جایزه هم ګټلي وه
۷- یاد فلم په 9 کتګوریو کي یعني غوره فلم، شاهرخ خان د کال دغوره اداکار، کاجل دغوره اداکاري او څو نورو برخو کي دفلم فیر دجشنوارې څخه جایزې ګټلي وي
۸- یاد فلم دممبی په یوه سینما کي 21 کاله وچلیدي
۹- دفلم نوم د انوپم خیر میرمني کیرن خیر دطرفه انتخاب کړل شوی وه
۱۰- د 2007م کال د آپریل تر میاشتي پوري فلم په 600 سینماو کي وچلیدي چي دا اراوسه یو ریکارډ دی
۱۱- عامر خان د “رنګیلا” فلم پر سر دفلم فیر په جشنواره کي دکال دغوره اداکار جایزې ته کاندید وه خو دشاهرخ خان دجایزې ګټلو وروسته بیا عامر خان د ډیره درده هیڅکله هم په جشنوارو کي ګډون ونکړ
۱۲- سیف علي خان په دي فلم کي درول لوبولو څخه انکار کړی وه
۱۳- آدتیا چوپړا ددي فلم دلیکلو پر وخت دفلم نوم “محبتي” ایښی وه خو وروسته یي فلم ته د ddlj نوم مناسب وباله او دمحبتي په نامه یي په 2000 کال کي دشاهرخ او امتابچن په مرکزي رولونو جوړ کړ چي هغه فلم هم بلاک باسټر شو
۱۴- کرن جوهر په دي فلم کې دشاهرخ خان دانډیوال یو کوچنی رول لوبولی و.
۱۵- د 2014 کال په ډسمبر کي یاد فلم په سینماو کي دچلیدو 1000 هفتي پوره کړي
۱۶- آدتیا چوپړا غوښتل یاد فلم دهالیوډ د اداکار ټام کروز په مرکزي رول جوړ کړي خو پلار یي یش دده ددي پریکړي سره مخالفت درلود
۱۷- یاد فلم د 1995 کال د اګسټ دمیاشتي څخه تر سپټمبر میاشتي پوري په هند، انګلیستان او سویټزرلینډ هېوادونو کي فلمبرداري شوی وه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.