په کابل ښار کې له وزیر محمداکبرخان تر شیرپور سیمې د سړک جوړولو چارې بشپړې شوې

466

په کابل ښار کې له وزیر محمداکبرخان تر شیرپور سیمې د سړک جوړولو چارې پشپړې شوې. کابل ښاروالۍ وايي د وزیرمحمد اکبرخان له پنځلسم د شيرپور تر لومړي سړک، د ۳۹۱  متره په اوږدوالي او  ۲۲.۵ متره په پراخوالي نښلوونکی سړک د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت په ۷۲ کاري ورځو کې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د بګرامیو _ نساجي د نږدې درې کیلو متره سړک د رغولو چارې بشپړې شوې. یاد سړک د کابل ښاروالۍ له بودجې څخه د ۲۸ میلیونو افغانیو په لګښت رغول شوی دی. کابل ښاروالۍ وايي، د یاد سړک یوه لیکه د ۱۲۵۰مترو په اوږدوالي او ۱۰.۵مترو پراخوالي او دویمه برخه یې د ۱۲۸۰ مترو په اوږدوالي او ۱۰.۵مترو پراخوالي، د ګلدانونو په ګډون په بنسټیزه او معیاري توګه جوړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.