نشه یو له بدو عادتونو څخه ده

حضرت عثمان نوري

671

نشه یو له بدو عادتونو څخه ده چې زیاتره نارینه پرې اخته دي. که څه هم د نشه يي توکو څښنه د اسلام مبارک دین له نظره حرامه ده، بلکې ددې ترڅنګ مو هوسا ژوند هم بربادولی شي. د اسلام سپیڅلي دین هم نشه یو حرام عمل بللی او څښونکو ته یې د نه څښنې امر کړیدی.

د حضرت جابر (رض) څخه روایت دی چې حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: هر نشه راوړونکی او مستي راوستونکي څيز حرام دی.

ساینس او طب هم دا ثابته کړېده چې د نشه یي توکو کارونه ستاسو بدن زیانمنولی شي. نشه او په ځانګړي ډول د سګرتو څکول یو تر ټولوضررناک او بد عادت دی چې د بدن هر غړی مو اغېزمنولی شي او دهغه غړي د خرابېدو لامل ګرځي. یوې تازه څېړنې ثابته کړېده چې هرکال یواځې دامریکا په متحده ایالاتو کې د سګرټو په څښاک سره ۵۸۰۰۰۰ کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د نشې لفظ یواځې سګرټو ته نه دی ځانګړی شوی، بلکې ټول نشه يي مواد چې د انسان حالت بدلولی شي، نشه بلل کیږي، لکه: نصوار، سګرټ، چرس، پوډر، اپین، هیرویئن، شراب او داسې نور….

د نشه يي توکو زیانونه زيات دي، خو موږ یې دلته ځیني زیانونه روښانه کوو

۱- نشه انسان ته د زړه ناروغي پېدا کوي، چې د زړه د بندشي ناروغېو خطر او اندېښنه ورسره دوه چنده کیږي، همداراز دویني په رګونو کې مو وینه په ښه توکه حرکت نشي کولی، ځکه نشه مو شريانونه کلکوي.

۲- د سرطان مرض هم د نشه يې توکو له استعمال څخه منځ ته راځي، چې یوې څېړنې یې ۹۰٪ مړینه د سرطان ناروغي بللې. د ښځینه و د سږو سرطان د ۲۸ چنده پېښو مسؤلیت په غاړه لري چې په ځانګړي توګه د سږو سرطان سبب ګرځي.

۳- ډېری نشه يان د معدې د زخم څخه شکایت کوي، دا ځکه چې د نشې له امله معده هم له ځینو ستونزو سره مخ کیږي.

۴- نشه د وينې فشار لوړه وي، تنفسي سیستم یې خرابیږي او هغه خلک چې نشه کوي، زیاتره ورباندې د زړه حمله راځي، چې انسان ته دوامدار ټوخۍ او د سينې التهاب پيدا کوي.

سګرت څکول د نارینه و د سږو د کانسر خطر ۲۵ چنده، د دماغي سکتې د خطر نسبت له دوه تر څلور چنده، د مثانې، وینې، د رحم غاړې، پښتورګو، لویو کولمو ځیګر، تالو، ټانسل، سرې غاړې، پانکرانس، معدې، د هوا نل، مرۍ ، حنجرې، قصبي ناروغیو او همداراز د حافظې او جنسي قوت کمزورتیا، دخولې بدبويي، دغاښونو خرابېدل او د پوستکي د راټولېدلو (ګونجي کیدلو) ته هم د خطر زنګ بلل شویدی.

د سګرټو لوګي ډېر زیانونه لري، چې له وخته مخکې زیږون، مړه زیږونه، د کم وزنه ماشوم زېږول، د نوي زېږېدلي ماشوم ناڅاپي مړینه، ورکه شوې امیندواري او د نورو تکلیفونو سربېره د نارینه سپرم کمزوري کولو ترڅنګ هډوکي هم کمزوري کوي. که څه هم د سګرټو څکول کومه ګټه نه لري بلکې سپین رنګي غاښونه بدرنګ او ژیړوي، او بیا یې سوري کېدلو ته یې زمینه برابروي. د طب دندان پوهانو په باور د دوهم ډول شکرې ناروغۍ، التهابونو لکه د بندونو د التهاب او د معافیت د سیستم کمزوري کولو ته هم زمینه مساعده وي.

هغه کس چې نشه کوي، د هغه ٪۱۵سلنه یې خپله کش کوي، او ٪۸۵ سلنه لوګی یې نورو خلکو ته نقليږي. ځکه خو د سګرټو غیرفعال لوګی تر لومړي لوګي ډېر خطرناک دی. د کورنۍ هغه غړي چې یاد لوګی تنفس کړي، نسبت اصلي سګرت څکونکي ته یې ناروغۍ ژر او خطرناکې وي. معصوم ماشومان چې بدن یې لا خام او مقاومت یې کمزوری وي، د لا ډېر خطر سره مخ کیږي.

دلته یوې مهمې نقطې ته اشاره کووم هغه دا چې بدبختانه په اطرافو (بانډو) کې زیات نشه یان شته چې د نشه يي توکو راوړلو لپاره د کلي نژدې هټیو ته لیږل کیږي، څو ورته له هټۍ نه سګرټ، نصوار او یا هم چرس راوړي، دا چاره نه یواځې چې خپل ځان تباه کوي، بلکې د همدې کوچني ماشوم ژوند ته هم د نشه یې توکو کارونې پېغام پریږدي؛ ځکه ماشوم د وخت په تېرېدو او بار بار هټۍ ته په لیږلو سره فکر کوي چې هټۍ ته ولې ځم؟ څه راوړم؟ او چې چاته وړم، هغه پرې بیا څه کوي؟ دا هغه پوښتنې دي چې د ماشوم په ذهن کې یوه ورځ نه یوه ورځ حتماً راپېدا کیږي.

که یو ځوان لومړی نصوار وکړي په هغه وخت کې پرې بد تاثیر هم کولی شي، خو د ملګرو سره ورو، ورو د نصوارو، سګرټو او د وخت په تېرېدو سره د چرسو په څکولو هم عادت کیدلی شي.

د نشه يي وګړو سره ناسته پاسته هم د نشې په روږدې کیدو کې مهم رول لري، ځکه ډېری ځوانان د خپلو ملګرو سره په ناسته پاسته کې په نشې روږدی کیږي، خو دا ډېر کم ترسترګو شوي چې د نشه یانو سره سره ناسته پاسته او اوسېدانه د ګوتو په شمېر ځوانانو باندې کومه اغېزه نه ده کړې او هغه داسې خلک دي چې په ریښتوني ډول یې زړه نشه نه غواړي او له څښاک څخه یې کرکه لري، چې همدې ته د نشې څخه ځان ساتنه وايي، او همدا ځان ساتنه یې له نشه څخه د دوی د بریالیتوب نښه ګڼل کیږي.

زموږ په ټولنه کې زیات شمېر نشه يي ځوانان بیا نشه يي توکي د خپلو کورنیو مشرانو په مخ کې هم استعمالوي…. زه دلته نه یواځې هغه تنکي ځوانان چې نشه يي توکي د مشرانو په مخ کې څکوي، ګرم ګڼم، بلکې هغه مشران چې نشه د کشرانو په مخ کې څکوي هم ملامته بولم ! دا په دې معنا سره که مشران د کشرانو په وړاندې نشه کوي نو ځوانان او په نشه نوي روږدي وګړي هم له مشرانو په اسانۍ تقلید کولی شي.

د کورنۍ هغه مشران چې د سګرټو بد عادت لري، که څه هم ددې حق نه لري چې ځان ته زیان ورسوي، ددې ترڅنګ خپلو تنکیو ماشومانو ته د دغه زیان رسولو حق هم نلري. نشه یان باید د کور یا خوني په دننه، د ماشومانو او د فامیل په مېنځ کې سګرټ څکولو څخه په کلکه ډډه وکړي.

د سګرټو څکونه مو حافظه کمزورې کوي: حافظه مو د سګرټو څکولو ترڅنګ یو شمېر نور عادتونه هم کمزورې کولی شي. لکه: د سهارنۍ نه خوړل، د حد نه زیات خوراک کول، دډېرو خوږو خوړل، پوره خوب نه کول، د ککړې هوا تنفس کول، د ناروغۍ پر وخت کار کول، د خوب پر وخت د سر پټول او کمې خبرې کول هغه څه دي جې د حافظې په کمزورې کولو کې مهم رول لري. ډيری زده کوونکي چې کله ناکله د درس د زده کړې څخه شکایت کوي او وايي: چې کله ښوونکی په درسي خونه کې درس راکوي په بشپړ ډول د ښوونکي څخه اخذ (لاس ته راوړنه) نه شم کولی… او د ښوونځي یا پوهنتون د درسونو څخه داسې نورې بهانې هم کوي…… دا چې ددوی په سم ډول درس نه زده کیږي؛ لامل هم د پورته عادتو چې موږ یې یادونه وکړه، همدغه ستونزي دي چې زده کوونکي ورسره د درسي بهیر په دوران کې لاس او ګرېوان دي.

که غواړې چې همدې ستونزو ته د تل لپاره د پای ټکی کیږدئ؛ نو د نشه يي توکو د کارونې څخه په ډېرو هڅو او کوښښونو سره ځانونه وژغورئ ! همدارنګه د سګرټو په پریښودلو کې یو ښه حقیقت هم شته؛ د مهربانۍ له مخې سګرت پرېږدئ، کله چې سګرت څکول پرېږدئ نو:

۱- شل دقیقې وروسته مو د زړه ضربان او د وینې فشار راښکته کېږي،

۲- دولس ساعته وروسته مو په وینه کی د کاربن مونو اکساید د زهرجن ګاز اندازه نورمال حالت ته راښکته شي.

۳- درې میاشتې وروسته مو د وینې جریان او د سږو دندې نورمال کېږي.

۴- نهه میاشتې وروسته مو ټوخی کمېږي او په اسانۍ به ساه وباسئ.

۵- یو کال وروسته به مو د زړه د رګونو د ناروغیو خطر نیم په نیمه راښکته شي.

۶- پینځه کاله وروسته به مو دخولې، حلقوم، مرۍ او مثانې د سرطان خطر پنځوس سلنه راښکته شي.

۷- د زړه حرکتونه به مو خپل اصلي او طبیعي حالت ته را وګرځي.

۸- او د لاسونو او قدمونو حرارت بع هم خپل اصلي حالت ته را وګرځي.

نو په مهربانۍ سره هر څومره ژر چې سګرټ پرېږدئ، هومره ژر به مو بدن په بېرته رغېدا پی کې مهم ونډه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.