میرضایف: افغانستان باید بیا سیمې او نړۍ ته په ګواښ بدل نه شي

367

د ازبکستان ولسمشر د اروپايي شورا رییس سره په خبرو کې ټینګار کړی چې افغانستان باید یوځل بیا سیمې او نړۍ ته په یوه ګواښ بدل نه شي. د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف پرون د اروپايي کمېسیون د رییس شارل مېشل کوربه و، چې په بحثونو کې یې پر نورو مسایلو سربېره یوه مهمه موضوع د افغانستان حالات و. د اروپايي شورا د بیان له مخې دواړو مشرانو د افغانستان د بشري وضعیت، په دې اړه چې افغانستان باید د سیمې او نړۍ لپاره په یوه ګواښ بدل نه شي، د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو، او همداراز د بشري حقونو، په تېره د ښځو د حقونو پر اړوندو مسایلو بحث کړی دی. دواړو خواوو په ګډه اعلامیه کې ویلي چې د ژمي په درشل کې د افغانستان بشري وضعیت یوه لویه اندېښنه ده او باید د دې هېواد خلکو ته بشري مرستې چمتو شي.

په ورته مهال کې بیا د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د امریکا او ا.ا تر منځ د نویو مذاکراتو لړۍ پیل شوې او دواړه لوري د دوحې د هوکړې په څېر د یوې بلې هوکړې د لاسلیک په لټه کې دي. حکمتیار وايي دا مذاکرات د دواړو لورو د استخباراتي او نظامي چارواکو تر منځ لومړی په پاکستان او بیا په دوحې کې ترسره شوي. نوموړی زیاتوي ځینې هېوادونه له همدې مذاکراتو په وېره کې دي او اندېښمن دي چې ښايي ا.ا د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د امریکا ځینو پوځي قطعاتو ته ځای ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.