له لوی ډز څخه تر لویې چاودنې

عبدالغفور لیوال

588

ما به لیکلي وای،
چې:
ته
– زما لپاره –
د نړۍ تر ټولو ښکلې نجلۍ…
خو،
نه!
څه فایده؟
تر چاودنې روسته به هیڅوک نه وي، چې دا کرښې ولولي…
تر لویې چاودنې روسته، ښايي څه موږک یا چینجي
د زمکې په پټو تلخونو یا سمڅو کې ژوندي وپايي
یا به څو میلیونه کاله روسته
بیا
هایدروجن، اکسیجن…
لومړني مرخیړي
ښايي بل ځل هم بنیادمانو ته ورته څه شیان پر زمکه ژوند پیل کړي
خو،
د هغوی به موږ نه یو په یاد
ښايي، هغوی به نورې ژبې وايي
د باد
یا مرغیو
یا د اوراورکيو د وزرو ژبه.
هغوی به جګړه نه کوي
هغوی به نه (پوتین) لري،
نه (بایډن).
بختور به وي
خو هی افسوس
ها
نوي خلک به هېڅ نه شي خبر،
“چې ته څومره ښایسته وې!”
ما وېل زه به دا ولیکم،
چې هېڅ جنت
ستا د ښکلولو بوی نه لري.
تر لویې چاودنې هاخوا،
کله چې څو میلیونه کاله روسته
بنیادمانو ته ورته څه شیان پر دغې زمکې باندې بیا ژوندي شي
ډېر بختور به وي او ژوند به یې له سولې ډک وي
(اټوم) به نه پېژني
هېڅ پاتې شوې کتیبه کې به کوم توری د لوستلو نه وي:
(کلاشینکوف)،
ام شپږ(M6)،
( آی. اس. آی)…
د هاغي نوې زماني خلک به څومره بختور وي،
له جګړو به خلاص وي
جهاد به نه پېژني
او
د باران و پاڼو
له موسیقۍ څخه به خوند اخلي
او
په ویاله کې د روانو اوبو
نغمه به هم لکه نڅا د ګونګرو پاکه او حلاله ګڼي.
دوی به نېکمرغه وي،
خو،
های افسوس!
هغوی به نه شي لوستی
چې یو شاعر به ستا د شونډو له خوږو څخه تر کومو اسمانونو الوت
ما غوښتل دا ولیکم…
خو ومې نه لیکل،
قلم مې کېښود.
لویه چاودنه راروانه ده،
سبا،
بل سبا
دونیا روستۍ سلګۍ ته هېښه ناسته.
ارمان ارمان
که دوی خبر وای،
چې ته زما له سترګو
– د دې دونیا تر ټولو ښکلې نجلۍ –
څومره خوږه،
څنګه له پوڅې پسته
او له سوسنه سپینه
پر خپل شاعر وې،
لیونۍ میینه!
نو،
دا چاودنه به یې نه وای کړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.