د پيرمحمد کاکړ شاعرانه تصويرونه

څېړندوی عبدالغفور لېوال

0 1,538

په شعر کې تصویر کارونه نوې هنري هڅه نه ده، دا ارزښت لرغونی دی، خو په شعر کې دتصویر په اړه بحثونه او دیوه بېل هنري اصل په توګه یې پېژندنه لږ ترلږه زموږ په ادبي حوزه کې نوې ده، پخوا به هم دتشبیهاتو، استعارو او بدیعي صنایعو په مرسته شاعرانه تصویرونه رامنځته کېدل، کلاسیکو شاعرانو ورو ورو د بشپړو داسې تصویرونوپر پنځولوپیل وکړ، چې له رواني پلوه یې ښکلاته دتږي انسان د ذوق خړوبولوپه هدف  د لوستونکو یا اوریدونکو په وړاندې مجسمه ښکلا دروله. د بشپړو شاعرانه تصویرونو تخلیق  دتخییل پرمختللی تولید دی.

خوشال خټک د حالت د خو ځنده  تصویرونو تجربې راپیل کړې:

     په خوني هاتي سوره شوه می پرسته

             زه هم مست، هاتي هم مست دی دا هم مسته

خدای ددرې واړه مستانو سره سر کړ

                   بله نشته، یابه نیست شي یا به هسته  (۱ –   ۱۲۴ )

      په تصویر جوړونه کې د سېمبولونو ونډه ډیره مهمه ده، دخان په دې بیتونو کې خوني هاتي دمستۍ، ځوانۍ، خوځښت اوحتی نارینه  قوت لپاره سېمبول کارول شوی دی، چې یو شاعرانه موقعیت او حالت تداعي کوي.

ورپسې  موشګاف حمید د عیني او ذهني تصویرونو دترکیب عجیبې بېلګې راوپنځولې:

خط پرمخ دصنم راغی، که سپوږمۍ شوه په هاله کې

دایې غاښ په خوله کې زیب کا،  که ژاله شوه په لاله کې

دا زما له غمه شین زړه په کې خیال دیار دشونډو

هسې رنګ زیب وزینت کا لکه می په شنه پیاله کې

د داسې تصویر جوړونې اړتیا او نوښت هاغه مهال  قوت مومي، چې تکراري تشبیهات دشاعر ذوقي تنده خړوبه نه شي کړای.

پیرمحمد کاکړ د شاعرانه تصویرونو د ارزښت موندنې د زمانې له نوښتګرو شاعرانو څخه دی، چې په  غزلوکې یې پریمانه او په زړه پورې شاعرانه تصویرونه موندلای شو، راځئ دهغه له یوشمېر په زړه پورې او ابتکاري بېلګوبه یې پیل کړو او بیا به دده په شاعرۍ کې د بېلابېلو تصویرونو شننه وکړو:

تارپه تارچې پرسپین مخ زلفې سنبل کا

په هرتار سره د زړونو بندول کا

د دعا په فانوس باد له یاره نیسم

چرته نه چې یې ډیوه دحسن ګل کا

( ۲- ۵۱)

په لومړۍ مسره (مصرع) کې له یو عادي عیني انځور سره مخامخ یو، چې دیار په سپین مخ تارتار زلفې تمثیلوي او د لومړي بیت په دوهمه مسره کې بیا دیوه ذهني تصویر بافت ګورو، چې د زلفوپه تار د زړونو بندول (چې یواځې په ذهن کې پېښیدای شي) انځوروي.  دشاعر تصویري او هنري کمال په دوهم بیت کې دی، چې زما په ګومان له ډیرو معاصرو شعرونوڅخه یې قوت ډیر دی، راځئ دا بیت د نوې شاعرۍ په فارمټ کې وڅېړو:

د دعا په فانوس

باد

له یاره نیسم

چرته نه،

 چې یې ډیوه

دحسن ګل کا.

د عیني عناصرو له مجموعې څخه دغه رغېدلی ذهني تصویر عجیبې ځانګړنې لري: د دعا فانوس  د لپې   یا پر چا د راتاویدو لپاره بیخي په زړه پورې استعاره ده، فانوس هغه څراغ ته ویل کیدل چې خلکوبه دګرځېدو پرمهال کاراوه، له ډیوې سره یې توپیر داو، چې د لنبې د بل ساتنې لپاره یې محفظه یا ښېښه يي پوښ درلود، په لپه کې د حسن د ډیوې ساتل، د معشوقې تر ښکلا د یوې حریصې  راتاویدنې لپاره یوه ښکلې بهانه ده، شاعر دلیل لري، غواړي دیار حسن له باده وژغوري، په تېره بیا چې په لومړي بیت کې یې په سپین مخ د زلفو د تارتار کېدلو ویره یاده کړې وه.

په شاعرانه تصویرونوکې د نوښت یوه لاره دا ده، چې تاسو ورته نوي اشیا دتصویري سټ دعناصرو په نقش کې ورننباسئ، دا اشیا کیدای شي د ژوندچاپیریال ډیر عادي شیان وي، د شاعر هنر دادی، چې همدې عادي اشیاوو ته هنري موقعیت یا بستر جوړ کړي.

په لاندې بیتونو کې دپیرمحمد کاکړ تصویري عناصر وګورئ:

ګارګوني زلفې چې غوړې په پلېل کا

ډیر عالم به ګرفتار په هسې خېل کا

چې دناز رانجه یې پورې کړه په سترګو

جادوګر به غزاله دخُتن اېل کا

هسې کارمې یار په غوټه دتندي کا

لکه کار په پاڼې ستوری دسهیل کا

پاس پرزړه به یې تل اوردفراق بل وي

چې بتۍ غوندې یې غوړ دعشق په تېل کا

ترلېمه چې مې باران دحسرت اوري

کښت دصبر به مې وران داوښو سېل کا

( ۲- ۵۲)

پلېل، د نازرانجه، دتندي غوټه، پاڼې او دسهیل ستوری، بتۍ، تېل، دصبر کښت او داوښو سېل، ټول هاغه تصویري عناصر دي، چې که له پورته شاعرانه بسترونو څخه پرته یادشي تاسو یې عادي اشیا بولئ، خو په یاد شعر کې همدغه عادي اشیا دنویو شاعرانه تصویرونو دمیناتورۍ جوړښتي توکي دي.

په یو غزل کې دپیرمحمد کاکړ دابیت عجیب تصویري کیفیت لري، چې دلته په راوړلو یې مجبوریم:

د کاکل غوټه یې خلاصه کړه نسیمه

معطر مې په ښه بوی کړه لږمشام بیا

(۲- ۵۴)

د شاعر هدف دادی چې مشام یې معطر شي، خو ددې بهانې لپاره چې له باده څه غواړي دهغه ترسیم یې دښکلا پنځونې هڅه ده، له باده غواړي، چې دیار دکاکل غوټه خلاصه کړي، په دې پېرسیونیفیکشن  کې تاسو دنسیم ګوتې احساسوئ، چې دچا دکاکل غوټه خلاصوي.

په شعر کې دماضي حسرت دنوستالژیکو تصویرونو دجوړولو لامل ګرځي، د رنتهبور په بند کې د خوشال  دشعرونو فضا له همداسې نوستالژۍ څخه مالامال ده، پیرمحمدکاکړ دوصال دزمانې حسرت په یوغزل کې تصویر کړی دی، راځئ ځینې برخې یې دلته ولولو:

یادکړه هغه وخت چې تماشاکړه ماوتا

یادګل خندا وه یا خندا کړه ماوتا

غم دبېلتانه وحواله پرنوروخلکو

تل به په خلوت کې مشغولاکړه ماوتا

تاته ګل حیران و، بلبل ماوته دلبره

ډیره یوځبله چې وفا کړه ماوتا

حکم دباد نه و، چې ترمنځه زماوستا شي

کله په دلال دعشق سودا کړه ماوتا

(۲- ۵۵)

د کلاسیکو فورمونو په تېره بیا غزل ځانګړنه دا ده، چې هر بیت په کې بېل معنوي واحد شمارل کیږي. له همدې امله ډیره ځله دتصویرونو حدود هم په یوه بیت کې را ځایول کیږي، په بله ژبه په کلاسیکو غزلو نو کې ډیره ځله بیت د معنايي واحد ترڅنګ تصویري واحد هم دی.  دپیرمحمد کاکړ دلاندیني غزل بیتونه هریو بېل بېل شاعرانه تصویرونه راځای کړي دي:

اوښو د فراق مې دمخ آب راڅخه یووړ

کښت مې د زعفرانودې سیلاب راڅخه یووړ

نورد مردمک مې ځلاوه وزیبا مخ ته

څاڅکی د شبنم زما آفتاب راڅخه یووړ

تېغ چې دجفا په خپله کاږي خونریزي کا

زړه مې په سره لاس هغه قصاب راڅخه یووړ

مینې بې حجابه پسې وایستم له کوره

پټ چې یوسف حسن په نقاب راڅخه یووړ

سپین کاغذپه مهر ودصنم چې قاصد راوړ

رنګ یې دچشمانوپه خوناب راڅخه یووړ

( ۲- ۷۷)

زموږ دغه کلاسیک شاعر ډیر ځله د معاصرو تصویرپردازانو په څېر دعیني او ذهني تصویري ټوټو موزون بافت ته په ډیره زیرکۍ  پام ساتي، ځکه دی نه غواړي دپرله پسې ذهني تصویرونو په راوړلو سره ابهام او تصنع ته ورواوړي او نه هم د ډیرو عیني تصویرونو په ګڼه ګوڼه خپل شعر دمنظوم روایت تربریده له هنریت څخه لرې کړي، د داسې انتظام بېلګې یې په لاندینیو بیتونو کې وګورئ:

اور دګل چې بلوي بادسبا تل

کړوي باندې بلبل غوندې شیدا تل

د شبنم په دود ژړا پرصبحدم کړم

سترګې مینځم د دیدن په تمنا تل

( ۲- ۹۳)

یا:

رنګ دشونډو یې رایادشو په هجران کې

لکه خم دمیوراغلم په جوش ځکه

په چشمانو کې یې ویره دصیاد ده

تل په روڼو سترګو خواب کا خرګوش ځکه

( ۲- ۱۲۰)

رضا براهني فکر کوي، چې ((پخوا دتشبیه او استعارې  تعریف، د ژبنیو ځانګړنو پربنسټ کېده، نه د ښکلا پېژندنې د اصولوپربنسټ، خو نوې کره کتنه شعري تصویرونه او دغه دواړه (تشبیه او استعاره) د ښکلاپېژندنې او ارواپوهنې پربنسټ راپېژني. ))  (۳- ۷۷)

له هاغه مهاله چې شعر ته دښکلا پېژندنې له نظره کره کتنه کیږي او یا هم شعر د نوې ارواپوهنې له معیارونو سره سم څېړل کیږی، تصویر په کې ځانګړی ارزښت مومي، بلکې تصویر دشعر ښکلاییز روح ګڼل کیږي.

دپیرمحمد کاکړ په لېریکو – عاشقانه غزلونو کې دښکلاپنځونې دیوې ژورې رواني تندې فوران وینو چې په هاغه مهال او دودیزه ټولنه کې یې بیانول سخت و. د نوموړي په یوه غزل کې تاسودګڼو ښکلیو ایډیالو عاشقانه شیبو تصویرونه موندلای شئ:

راشه ګلعذاره زلفې ورو وروخوځوه ته

زړه مې په ټال کښېوت په احتیاط یې زنګوه ته

خط دښکلي مخ دې عجب زیری دوفاکا

سترګې مې پرحال زیبا نګاره روڼوه ته

زړه مې په نسیم ورضا ښاد کړه حق لپاره

زر مې صبحدم دمراد غوټې غوړوه ته

سرمې په صحراکې لکه ګوی دچوګان ستادی

جلد سمندرخیال پردامیدان زغلوه ته

زاغ دمردمک خومې مرغه داوبو نه دی

تل یې په ګراب دحسرت مه غوټه کوه ته

لب که دې په لب دپاسه زه تشنه لب کېږدم

ویښ راته ویده شه په شربت مې اوبوه ته

زړونه به جدا په شانه نه کړې له زلفینو

بس هومره آزاردخوږو زړونوټولوه ته

ډېر دي په فراق کې مین شوي دي دلبره

لږ اوس دی رقیب پر دالمبه وکړوه ته

ونغاړه کتاب د وعظ وپندله پیرمحمده

باب دمحبت په ښه تحقیق ورلولوه ته

(۲- ۱۲۷)

ټولې یادې بېلګې ښيي، چې پيرمحمد کاکړ یواځې له ژبنیو صنایعوڅخه دنظم جوړولو له پړاوه وراوښتی دښکلا پېژندنې او ارواپوهنې له معیارونو سره سم دهنري تصویر پنځونې بریدته رسېدلی شاعر و، دده ګڼ شاعرانه تصویرونه له خپلې زمانې څخه ډیر نوي او ښکلي دی، چې زما په فکرد ده دیوان په دې برخه کې  دځوانو شاعرانو لپاره د زده کړې او بېلګه یي سپړنې او څېړنې په زړه پورې مواد لري.

سرچینې:

۱- خوشال خان خټک: کلیات، دعبدالقیوم زاهد مشواڼي په زیار، دانش خپرندویه ټولنه ۱۳۸۷ش، کابل.

۲- پيرمحمد کاکړ: دیوان، داستاد عبدالروف بینوا په زیار،  صحاف نشراتي موسسه، دوهم چاپ ۱۳۸۲ ش، کوټه.

۳- رضا براهني: طلا درمس، نشر کتاب زمان، چاپ دوم ۱۳۴۷ش، تهران.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply