محمدنبي له لوبډل‌مشرۍ استعفا وکړه

470

د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبډل‌مشر محمدنبي پر فېسبوک له لوبډل‌مشرۍ د استعفا خبر ورکړی دی.

هغه لیکلي چې تر دې وروسته به د یوه عادي لوبغاړي په توګه د افغانستان لپاره لوبېږي.

محمدنبي وايي، که څه هم ده د لوبغاړیو پر بشپړ چمتووالي ټینګار درلود، خو په خبره یې، بیا هم د سږ کال کرېکټ نړیوال کپ لپاره یې بشپړ چمتووالی نه و نیولی او همدا لامل و چې ښه ونه ځلېدل.

نوموړي که څه هم د چا نوم نه‌دی اخیستی، خو زیاته کړې یې ده چې د کرېکټ لپاره په څو وروستیو سفرونو کې د ده، د کرېکټ بورډ مشرتابه او غوراوي کمېټې ترمنځ د نظر نه یووالی هم لامل شوی و چې د لوبډلې بېلانس ته زیان ورسېږي.

افغانستان د کرېکټ په سږني نړیوال کپ کې هېڅ لوبه ونه ګټله او وروستۍ هغه یې نن له ښه لوبېدلو سره سره اسټرالیا ته وبایلله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.