د رواني ناروغيو پيژندنه

1,019

انسان له ټولنې سره نشلېدونکي اړيکې لري. همدارنګه په ټولنه کې رامنځته کېدونکې ټولې پېښې د انسان پر رواني حالت تأثير کوي. که په يوه ټولنه کې ناخوالې ډېرې وي په هماغه کچه وګړي رواني ستونزې پيدا کوي. همدرانګه نن ورځ په ارواپوهنه کې د ډېرو څېړنو له کبله د رواني ناروغيو په علاج کې له ځينو نوو او متفاوتو لارو کار اخیستل کېږي. تاسو به په دې لیکنه کې د ځينو رواني ناروغيو د نښو په اړه مفصل معلومات ترلاسه کړئ.
۱. ژور خفګان له ژور خفګان څخه مو موخه په ډېره اندازه د نا آرامۍ او نا هيلۍ احساس دی. دا حالت معمولا د انسان په ژوند کې د پرله پسې ناوړو پېښو څخه رامنځته کېږي. په دې ناروغۍ کې انسان ګومان کوي، چې ژوند بې معنا دی. همدارنګه مرګ له ژوند څخه غوره بولي. پر دې ناروغۍ اکثره اخته ناروغان ځانوژنه کوي. که تاسو هم ورته ستونزه لرئ کوښښ وکړئ ژر تر ژره مو علاج وکړئ.
۲. تشویش تشويش یو له ډېرو عامو رواني ناروغيو څخه دی. پر دې حالت اخته وګړي تر ډېره د سمې پرېکړې تصمیم نه شي نيولی. همدارنګه د څيزونو ټاکنه ورته ډېره سخته وي. دا ناروغي لومړيو کې خطرناک نه برېښي خو په وروستيو کې یوه جدي ستونزه ګرځي. پر دې رواني اختلال اخته کس به پر خپل ناسم کار هم ډېر ټينګار کوي. که پر وخت یې علاج و نه شي نو په پای کې انسان لېونی کوي.
۳. اسکیزوفرنی اسکیزوفرنی یا شیزوفرنی یو له خطرناکو رواني ستونزو څخه ده. په دې ډول ناروغۍ کې انسان خيالي غږونه اوري او همدارنګه ځينې وخت انځورونه هم ويني. ددې ستونزې درلودونکي تل له نورو سره په شخړه کې وي. که دغه ناروغي ډېره شي ناروغ باید بستري شي.
۴. فوبیا فوبیا یا له اندازې ډېره وېره، یوه ځانګړې رواني ناروغي ده. په دې حالت کې ناروغ غیر معقوله وېره لري. له تیارې، لوړ ځای، حېواناتو او جنسي اړيکو وېره یې عام ډولونه دي. ددې ناروغۍ ريښه تر ډېره د انسان په وړکتوب کې وي. ددې حالت لرونکی تر ډېره ګوښه خوښ وي. غواړي تل یوازې اوسي. ددې حالت بل ډول ټولنيزه فوبیا ده. په دې ډول کې ناروغ له خلکو وېره لري په ځانګړې توګه له دې وېرېږي، چې خلک پرې نيوکه و نه کړي. ددې ناروغيو علاج شته؟ ښه خبره دا ده، چې پورته ټولې یادې شوې ناروغۍ د علاج وړ دي. که تاسو له ورته ستونزو سره مخ یئ مه وېرېږئ. یوازې د رواني ناروغيو له یوه پوه متخصص سره وګورئ تر څو ستونزه مو حل شي. همدارنګه مهمه ده، چې لاندې ټکو ته هم پاملرنه وکړئ. ـ ښه غذايي رژيم ولرئ. ـ کوښښ وکړئ چې اجتماعي اړيکې مو منظمې او مناسبې وي. ـ پر داسې فعالیتونو تمرکز وکړئ، چې مینه ورسره لرئ. ـ منفي فکرونو ته مو ذهن کې ځای مه ورکوئ. ـ ورزش مه هېروئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.