محمد نبي په هېواد کې د سرطان د ناروغۍ د روغتون جوړولو خبر ورکړ

665
   راپور: محمد مبين هڅاند (دعوت مېډیا ۲۴)
د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمد نبي اعلان وکړ چې افغانستان کې د ادې په نوم د سرطان ناروغۍ درملنې روغتون جوړوي.
هغه د وري په ۲۸مه، په خپلې فسبوکپاڼې دغه خبر خپور کړی دی.
د کرکټ ملي لوبغاړي محمدنبي لیکلي چې دغه روغتون به په خپله تمویلوي.
ورته ډول له څو ورځو راهیسې په ټولنيزو رسنیو کې هم يو شمېر افغانانو په افغانستان کې د «سرطان مجهز روغتون» جوړولو کمپاین پیل کړی دی.
رسنيو ته د افغانستان سوداګرۍ خونې مسوولینو هم ویلي چې د دغه کمپاین ملاتړ کوي او د لوګر ټرانسپورټي شرکت د سرطان روغتون جوړولو لپاره سل زره ډالر مرسته اعلان کړې ده.
دغه ډول ډېرو نورو خیریه بنسټونو هم د سرطان روغتون جوړلو برخه کې د مرستې ژمنه کړې.
 ورته ډول په ټولنيزو رسنيو کې ډېری افغانانو د دغه کار ستاينه کړې ده او د طالبانو په سرپرست حکومت يې غږ کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي، هغوي ويلي که مونږ خپل روغتيايي تجربه کار ډاکټران او ښځينه ډاکټرانې ونه لرو د ګاونډيو هېوادونو د له احتیاج څخه نه شو خلاصېدلی.
دغه کمپاین وروسته له هغه پیل شو چې کله د جاوېد ابراهيمي په نوم یوه افغان – چې د يوه خيريه بنسټ مسول دی- پر خپلې فسبوک‌پاڼې د یوه ویډيويي پیغام له لارې د هېواد پر ټولو پاڼګه‌والو، د کرکټ پر ځینو ملي لوبغاړو او  خیریه بنسټونو غږ وکړ چې په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ د تداوۍ لپاره مجهز روغتون جوړولو لپاره لاس په کار شي.

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.