شهباز شریف له سعودي وروسته اماراتو ته تللی؛ عمران خان د اسلام اباد پر لور لاریون اعلان کړ
د پاکستان لومړی وزیر میا شهباز شریف د سعودي عربستان د دوه ورځني سفر پای کې خپل هېواد ته تر ستنېدو وړاندې متحدو عربي اماراتو ته تللی دی.
رپوټونه وايي هغه تېره شپه د ابوظبۍ له وليعهد او د متحدو عربي اماراتو د پوځ له مرستیال مشر شیخ محمد بن زید النهیان سره لیدلي دي.
دې لیدنه کې په دوه اړخیزو اړیکو او نورو مسایلو خبرې شوې.
دا واک ته له رسېدو وروسته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف لومړی بهرنی سفر دی.
هغه تېره میاشت د پاکستان قامي اسمبلۍ لخوا د مخکیني لومړي وزیر عمران خان له بېواکه کېدو وروسته لومړی وزیر شو.
نوموړی داسې مهال متحدو عربي اماراتو ته تللی چې د سعودي پر سفر پلاوي کې ورسره ملګري د مالیې وزیر یې مفتاح اسماعیل پر خپل ټویټر لیکلي چې دی ترې سعودي کې پاتې شوی او هلته به له چارواکو سره د تخنیکي کچې خبرې اترې پیل کړي.
سعودي عربستان او متحدو عربي اماراتو ته د شهباز شریف د دغه سفر هدف دا ښودل شوی چې له دغو هېوادونو د ټولنیزې سوکالۍ برخه کې همکاري وغواړي.
پاکستان له کلونو راهیسې له ستونزمن اقتصادي حالت تېرېږي.
د پاکستان د نوي لومړي وزیر له دغه سفر سره هممهاله مخکني لومړي وزیر عمران خان بیا خپلو پلویانو ته ویلي چې د روانې می میاشتې وروستۍ اوونۍ کې د اسلام اباد پر لور ستر لاریون ته تابیا ونیسي.
عمران خان وايي د دغه لاریون پرېکړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشرتابه کومېټې وروستۍ ناسته کې شوې ده.
هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې پر اسلام اباد به د خلکو سیلاب ورمات شي.
عمران خان مخکې دا “د ازادۍ لاریون” نومولی و.
هغه دې نوي ویډیويي پیغام کې تور پورې کړی چې پر پاکستان د یوې دسیسې له مخې “تر ټولو فاسد کسان واکمن کړل شوي دي.”
نوموړی زیاته کړې د دغه لاریون په وسیله به نړۍ ته وښيي چې بهرنيان پرې مفسدان نشي واکمنولی.
د یادونې ده چې عمران خان وړاندې هم په وار وار تور پورې کړی چې ګوندې د یوې پراخې بهرنۍ توطیې پایله کې له واکه غورځول شوی.
هغه دې توطیې ته له امریکا سره تړاو ورکوي، خو واشنګټن او پاکستان کې د نوي حکومت چارواکو د نوموړي دا ادعا په کلکه رد کړې.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.