د نارنج طبي ګټې او زیانونه

1,285

سره له دې چې د نارنج بېلابېلې برخې خوراکي پروسه او ميوه‌يي ارزښت لري، یو دوايي نبات هم گڼل کېږي. نارنج په ‌لوړه اندازه سي ويټامين لري، د خوړو د خوند د ښه کولو لپاره گټه ترې اخیستل کېږي، د نارنج پوستکی د ډېرو ناروغیو لپاره گټور دی، د نارنج پاڼې د هاضمې سیسټم برابروي او اشتها ډېروي، د کولمو میکروبونه له منځه وړي او د روحي فشار په ختمېدو کې ډېره مرسته کوي، د وینې غوړوالی (کلسټرول) له منځه وړي، د زړه د روغتیا تامينوي، د انسان پوستکی نورمال او له بې‌وخته زړېدو ساتي. که یو نارنج واخلئ او نرۍ نرۍ ټوټې ترې وباسئ، پر خپل پوستکي باندې یې کښېږدئ دېرش دقيقې وروسته يې په اوبو پرېمنځئ، پوستکي ته مو بې‌درکه ډېره ګټه رسولای سي.

د سترگو لید روښانه کوي، د سرطان د مضر مرض وقايې ته مثبت ثابتېږي، د قبضیت د ورکاوي لپاره ډېر گټور دي، د وینې فشار پرې مهارېږي، هغه کسان چې وینه یې ډېر غلظت لري د نارنج شربت دې وڅښي، که د نارنج له پاڼو څخه چای جوړ کړئ او ویې څښئ، اشتها به مو زیاته او د هاضمې ځواک به مو هم غښتلی کړي.

د نارنج وچې پاڼې د عضلاتو ځواک ډېروي او او د ماشوم د خیټې درد ورسره کمېږي. د نارنج گل وچ او گرم خاصیت لري، د هغه بویول مغز ارام او ځواکمنوي او د زکام د له منځه وړلو لپاره خورا ډېره گټه لري، نارنج د وزن د کمولو مرسته هم کولای سي، ډېرو څېړنو دا روښانه کړې ده چې له نارنجه په ورځني غذايي رژيم کې استفاده د بدني فعاليت لپاره انرژي پيدا کوي، چې له دې لارې انسان د کار لپاره ښه چمتو کېدای سي. خو دې ته هم بايد پام وي چې د نارنجو ډېر خوړل د زړه ټکان ډېروي او د وینې فشار لوړوي؛ نو که څوک د وینې فشار او د زړه ټکان لري، بويه چې د نارنج په خوراک کې له احتياطه کار واخلي.

نارنج به څنګه کرو؟ نارنج په لوړه کچه د اقليم او خاورې په ډول پورې تړلی نبات دی. د نارنج ریښې کابو تر شپږو مټره په خاوره کې لاندې ننوځي. د ونې ریښې چې يې افقي ولاړې سي، شا و خوا اته مټره غځېدای سي. هغه خاوره چې نارنج ورکې کرل کېږي، باید يو څه ژوروالی ولري، ریگي خاوره يانې هغه خاوره چې بشپړ عضوي مواد و نه لري، د نارنج کرلو ته نامناسبه ده.

د نارنج ونې په هغو سيمو کې له خطر سره مخ وي چې د ګرمي درجه يې تر ۳ سانټي‌ګراډ پورې ټيټېږي. که دغه درجه منفي ۱۰ سانټي‌گراډ ته پسې ټيټه سي، د نارنج ونه د مرګ په خوب ويده کېږي.

د نارنج د ونې لپاره د تودوخې ټيټه درجه د سانټي‌گراډ په کچه ۱۳ او لوړه ۳۸ درجې غوره ګڼل سوې ده، خو تر دې هم ورته مناسب اقليم د ۲۱ او ۳۳ درجو تر منځ دی. د کرنې لپاره يې لومړی د ځمکې خاوره ورته واړوئ او نرمه یې کړئ. تر هغه وروسته د نارنج دوه دوه تخمه د لس سانټي مټرو په واټن سره خښ کړئ، د نارنج د کر چاره ښه ده چې په مني کې وسي.

د نارنج ونې ته حیواني سره اړینه ده او د خاورې لپاره يې تر ټولو ښه عضوي مواد همدا حيواني سره کېدای سي. حيواني سره دې د خاورې اندازې او کيفيت ته په کتو ورکړل سي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.