ارام او اطلس سمندرونه

969

ساينس پوهان په دي اړه مختلف نظریات لري، چي ولي د دي دوو سمندرو اوبه نه سره ګډیږي، د مثال په ډول: د اوبو نه ګډيدل د غوړو سره دوي د دليل په ډول وړاندې کوي.

خو راځئ چي قادر ذات(جل جلاله) ۱۴۰۰ کاله دمخه د دي دوو سمندرو په اړه څه وايي!

الله تعالی جل جلاله د فرقان سورت په ۵۳ آيات کي داسي فرمايلي:
(وَهُوَ الَّذِى مَرَجَ الْبَحْرَيْنِ هٰذَا عَذْبٌ فُرَاتٌ وَهٰذَا مِلْحٌ أُجَاجٌ وَجَعَلَ بَيْنَهُمَا بَرْزَخًا وَحِجْرًا مَّحْجُورًا)

ژباړه: او دا هماغه ذات دى چي دوه سمندرونه یې سره يو ځاى کړي دي. يو خوږ او خوندور، بل تريخ او تريو. او د دواړو په منځ کښي يوه پرده حائله ده، يو خنډ دى چي هغوی یې له ګډېدلو څخه ساتلي، منع کړي دي.

پايله:
په دي کي هيڅ شک نسته چي دا دنيا او کائنات بي ګټي او پر خپل سر نه دي پيدا شوي، ټينګ باور لرو چي داسي پيدا کوونکي ذات سته چي ټول کائنات يي په خپله خوښه او اراده په وجود راوړي او ټول واک او اختيار يي د هغه سره دي!

نو سليم عقل دي پايلي ته رسيږي، چي دا نو بايد داسي ذات وي چي ازلي او ابدي قدرت لري، چي دومره لوي سمندرونه يو او بل له ګډيدو (مخلوط کيدو) څخه مخنيوي کوي!

دا د الله تعالی پر وجود (شتون) يو ساده او ژوندی مثال دي.

که چيري لوي فکر وکړو، په کهکشانونو، فضا او کائناتو کي!
نو پوه به شو چي الله تعالی(جل جلاله) څومره لوي او ځواکمن ذات دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.