پاکستان کې له افغان کډوالو سره د ناوړه چلند راپورونه

618
3 ساعتونه مخکې

له څو ورځو راهیسې پاکستان کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د سلګونه افغانانو د نیول کېدو خبرونه خپریږي، خو تازه داسې ویډیوګانې او عکسونه خپاره شوي چې پاکستاني پولیسو افغان کډوال په رسیو تړلي او غیر انساني چلند ورسره کېږي.

په پاکستان کې له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو ناوړه چلند په افغانستان کې دننه او بهر د ګڼو افغانانو او همدا راز په پاکستان کې هم د پښتنو شدید غبرګونونه را پارولي دي.

په پاکستان کې میشتې وکیلې او د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې منیزه کاکړ له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل چې شاوخوا ۱۲۰۰ تنه د پاکستاني امنیتي چارواکو له لوري نیول شوي دي. میرمن کاکړ وايي، چې دا کډوال د پاکستان په کراچۍ او سند ایالات کې نیول شوي، چې ګڼ یې دلته د میشتو پښتنو په مرسته او د پاکستاني پولیسو له لوري د پيسو په بدل کې خوشي شوي خو دا لړۍ نه ده درېدلې او لا هم دوی نوي کډوال زندانونو ته وړي.

پېښور کې افغان کډوال
پېښور کې افغان کډوالانځور: DW/Faridullah Khan

کاکړ دویچه ویله ته وویل: «په دې کډوالو کې ښځې، ماشومان او نارینه شامل دي. د دوی جرم معلوم نه دی فقط چې افغان کډوال وي، نو دوی یې نیسي او زندان ته یې وړي. پاکستان تل له افغان کډوالو سره همداسې چلند کړی دی خو زموږ ستر اعتراض په دې دی چې ډېر غیر انساني چلند کېږي؛ مثلاً د دوی په لاسونو کې زولنې نه اچول کېږي بلکې غاړو کې پړي اچول کېږي او بیا یې ازاده هوا کې په ساعتونو درولي وي، دوی وهل کېږي او بې حیثیته کېږي.» د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړې منیزه کاکړ زیاتوي: «د دوی ټول وسایل ترې اخېستل کېږي او بیا د پیسو په بدل کې خوشې کېږي. داسې کډوال هم شته چې دوی ته یې لکونه پیسې ورکړي دي او ما خپله د دوی قضیه مخته وړې ده.»

دویچه ویله ته داسې ویډیو ګانې او غږونه لیږل شوي چې افغان کډوال پکې د نیول کېدو بده کېسه او د پولیسو له لوري د لوټل کېدو یادونه کوي، خو دویچه ویله په خپلواکه توګه دغه غږونه او ویډیوګانې نه شي تثبیتولی.

د راپورنو له مخې په پاکستان کې په نیولو شویو کسانو کې ګڼ شمیر ښځې او ان داسې ښځې هم شته چې تازه یې ودونه کړي دي. له دوی څخه ناهیده وايي، چې پولیسو یې د غاړې امیل او د خاوند موبایل او د جیب پیسې واخېستې خو کله چې له دوه اونیو زندان تیرولو وروسته خوشي کېدل، نو پولیسو یې وسایل بیرته ورنکړل.

ناهیده وایي: «موږ قانوني راغلي وو یعني ویزه او پاسپورت مو لرل خو کله چې دوی ونیولو نو زموږ دا خبرې یې نه اورېدلې، زموږ پیسې، موبایل او ان زما سره زر یې واخېستل. کله چې پاکستان کې د میشتو پښتنو په مرسته خوشې شو نو دومره څه مو نه لرل چې موږ پرې چیرته لاړ شو او یا چا سره تماس ونیسو. موږ اوس دلته کوهاټ کې د یوې پښتنې کورنۍ سره یو چې غواړو له دې ځایه خپل منزل ته لاړ شو.»

په پاکستان کې میشت افغان کډوال حاجي نظر خوګیاڼی چې د دغه افغان کډوالو په خلاصون کې بشري مرسته کوي، د بندیانو له سرپرستانو سره یو ځای د کراچۍ ښار د پولیسو له یو ځايي مرکزه په ویډیو کې وايي چې دوه میاشتې کېږي د کورنیو ښځېنه یې پاکستاني پولیسو نیولي او په خلاصون یې نه دي توانېدلي. دوی نیوکه کوي چې په پاکستان کې افغان سفارت یې هم غږ نه اوري.

اسلام اباد کې افغان کډوال
اسلام اباد کې افغان کډوالانځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

په عین وخت کې د طالبانو حکومت له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو د ناسم چلند په اړه نن سهار د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې موضوع په تړاو غبرګون ښودلی دی. د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني چارواکو یې غوښتي چې د افغان کډوالو د حقونو درناوي ته ژمن پاتې شي او هلته له افغان کډوالو سره د ناسم چلند مخه ونیسي او د مسلمان ګاونډي په توګه د افغانانو ښه کوربتوب وکړي.»

د دې وزارت ویاند عبد القهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه یوه ویډویو خپره کړې او له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو دا ډول چلند یې غندلی دی. دی وایي له څه مودې راهیسې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو، افغانستان سره د تګ راتګ پر لارو، په ځانګړې توګه په سند ایالت کې له افغانانو سره د پاکستاني پولیسو له لوري ناوړه چلند کیږي.

بلخي همدارنګه وايي چې دغه وزارت او پاکستان کې د افغان سفارت او د ستونزو د حل لپاره په پرله پسې توګه هڅه وکړه، خو له بده مرغه له غوښتنو سره دا ستونزه حل نه شوه.

څه موده وړاندې د افغانستان پخواني ولسمشر، حامد کرزي، د یو لړ ټویټونو په خپرولو سره په پاکستان کې د افغان مهاجرو د وضعيت په اړه اندېښنه ښوولې وه. پخواني ولسمشر د پاکستان حکومت څخه غوښتي وو چې افغان مهاجرو سره د نړیوالو قوانینو او بشري حقونو د اصولو مطابق ښه چلن ولري.

کرزي همدارنګه د ملګرو ملتونو سازمان او د بشر حقونو مدافع سازمانونو څخه هم غوښتنه کړې وه چې په پاکستان کې د افغان مهاجرو د حقونو او د ژوند د ښو شرایطو د تامين له پاره هڅې وکړي.

واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته لسګونه زره افغانان د بېلابېلو دلایلو له کبله خپل هېواد پرېښودو ته اړ شول او ګڼ شمیر یې د پاکستان په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته ولاړل چې وخت نا وخت ترې د دا ډول پېښو راپورنه خپرېږي.

هیلۍ اسد – دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.