د طبابت په تاريخ کې ېوه نه هېرېدونکې نېټه

ژباړه، لنډيز او ترتيب: تازه ګل شینواری

320
د طبابت په تاريخ کې ېوه نه هېرېدونکې نېټه
(مباح علم)
د 1922 کال ېوه ورځ وه. د تورنټو پوهنتون پروفېسران د داسې ېو روغتون خواته روان شول، کوم کې چې د شکرې په ناروغۍ اخته ماشومان بستر وو . د دغو ماشومانو ېوه غټه برخه د کوما حالت کې وو، تر هغې شېبې پورې ېې د درملنې هېڅ چاره نه وه او ېو د بل پسې مړه کېدل .
دغه ورځ د روغتېا علم په تاريخ کې نه هېرېدونکې ده . تاسې ېې هسې په خپل ذهن کې انځور کړئ ؛ د روغتون په ېو اوږد وارډ کې ډېر شمېر چپرکټونه څنګ تر څنګ ايښي او په دې ټولو کټونو کی د شکرې ناروغۍ څخه کړېدونکي ماشومان د کوما په حالت کې پراته دي. ناهيلي او ناچاره مېندې او پلرونه د خپلو په مرګ محکومو ماشومانو د مړينې تريخ انتظار کوي .
په همداسې وخت کې د مرګ دې کوټې ته د تورنټو پوهنتون پوهان راننوځي ، کومو چې له ځان سره د ډاکټر فریدریک بانتينګ لخوا جوړ او تصفېه شوي اېکسټراکټ-اينسولين راوړي دي .
دوي ( پوهان ) له ېو څخه بل کټ ته ځي او په کوما کې ډوب هر ماشوم ته دغه اينسولين پیچکاري کوي . کله چې دوي په وروستي چپرکټ کې پراته ماشوم ته اينسولین ورکوي ، نو د لومړي چپرکټ ماشوم چې ډېر وخت په کوما کې دی ، په هوش راځي او خوځېږي . تر دې وروسته نور ماشومان هم د مرګونې کوما څخه راويښېږي او سترګې راغړوي ..
د مړګ په وارډ کې ېو ځل بېا د ژړاګانو کړيکې انګازې کوي ، خو په دې چغو کې د تېر په پرتله ستر توپير موجود دی . دا ژړا ګانې او اوښکې د خوشالۍ او نېکمرغۍ دي .
مېندې او پلرونه د پوهانو لاسونه ښکلوي او په چغو چغو ډاکټر فرېدريک ته دوعا ګانې کوې .
او په همدې ورځ د علم په برکت او په ځانګړي ډول د ډاکټر فرېدريک بانتينګ د زېار او کوشش په پاېله کې د شکرې ناروغۍ څخه د حتمي مړينې بې رحمه سلسله تم شوه .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.