د ویر زرا فلم اتلس کاله پوره شو

588

د Veer-Zaara فلم دخپریدو 18 کاله پوره ش ول

د یر زارا فلم یو ډراما عاشقانه کیسه لرونکی فلم وه چي د یش چوپړا دطرفه په 2004م کال کي جوړ سوی وه
د فلم کیسه هم د یش چوپړا زوې آدیتیا چوپړا لیکلي وه
شاهرخ خان، پریټي زینټا، راني مُکرجي ورسره انوپم خیر، دیویا دتا، منوج باجپای، بومن ایرانی، کیرن خیر، اس ام ظهیر، اکلیندرا مشرا، زهره سیگل، ټام آلټر په فلم کي رولونه لوبولي وه
امیتاب بچهن او هیما مالیني په فلم کي افتخاري رولونه لوبولي وه
ویر زارا فلم د 2004م کال کامیاب ترینه فلم وه چي دبزنس معلومات یي ددي پسي په شیر سوي پوسټ کي لوستلای سي
لنډه دا چي فلم دفلم پوهانو او کتونکو دواړو ډیر دخوشي وړ ګرځیدلی وه
د فلم موسیقي مدن موهن جوړه کړي وه
د فلم سندرې لتا منگیشکر، جگجیت سینگ، روپ کُمار راتود، سنو نیگم ، گوردهاس مان، احمد، محمد حسین او اُدیت ناراین په خپلو شایستو ږغونو کي ویلي وي
د فلم البوم دهغه کال د ډیر خرڅ سویو فلمي البوم څخه یو وه چي د خلګو ډیر دخوښي ور ګرځیدلی وه.

د فلم په اړه نه ویل شوي حقیقتونه

* د راني مُکرجي رول په دا فلم کي دبشري حقونو دمشهوري استازې “آسما جهانګیر” دژوندلیک څخه په الهام اخېستل کیدو جوړ سوی وه

* ویر زارا د ریتیک روشن دخوشي دفلمونو څخه یو فلم دی

* د 2004م کال د شاهرخ خان د مسلک یو دغوره فلمونو څخه وه ځکه هغه کال کي دشاهرخ خان دري سره فلمونه (Main Hoon Na) ( Veer-Zaara ) او ( Swadis )
ډیر غوره فلمونه ثابت سول

* انوپم خېر او میرمني یي کیرن خېر دواړو په دا فلم کي رولونه لوبولي وه

* آشوریا رائي فلم کي لوبیدلو ته نه ویلي وه او پر ځاې یي راني مُکرجي په فلم کې اخېستل سوي وه

* درمندر په دي فلم کي اخېستل کیدي خو درمندر د یش چوپړا سره جوړه نه وه نو ځکه یي پر ځاې په فلم کي امیتابچن واخېستل سوو

* دا د یش چوپړا ترڅنګ دشاهرخ خان څلورم فلم وه

* دفلم څو صحني په پاکستان کي فلمبرداري شوي وې

* منوج باجپای د اجي دیب گن ځاې ناستی شوی و.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.