هالنډ او کاناډا په ګډه د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف (MFC) د رییسانو په توګه له دغه اېتلاف څخه د افغانستان غړیتوب لهمنځه یووړ.
دغو دوو هېوادونو ویلي چې د یاد اېتلاف له ټولو غړیو سره په مشورې یې پرېکړه کړې چې افغانستان به له دې وروسته د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړی نه وي.
د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف په یوې ویناپاڼه کې افغانستان کې د اوسنیو رسنیو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې دغه هېواد د رسنیو وضعیت له بده مرغه د نړیوالو ژمنو خلاف دی.
د دغه اېتلاف په ویناپاڼه کې راغلي چې د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړي هېوادونه نړیوالو ژمنو ته پابند او درناوی لري او له دغو ژمنو د سرغړونې په صورت کې د ټولو غړیو هېوادونو له لوري مسوول ګڼل کېږي.
دا په داسې مهال دی چې څه موده وړاندې افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما افغانستان کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي و چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي.
په تېر یوه کال کې پر رسنیو د لګول شویو محدودیتونو له کبله ګڼشمېر رسنۍ له فعالیته لوېدلي او هغه چې فعالې دي، فعالیتونه د پام وړ راکم شوي دي.
د بېپولې خبریالانو سازمان د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان کې د څه باندې ۲۱۹ چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو فعالیتونه درېدلي دي.
بلخوا هېواد کې اطلاعاتو ته د خبریالانو او رسنیو لاسرسی محدود شوی او د یوشمېر حکومتي بنسټونو ویاندویان هغه شان چې باید همکاري وکړي، له رسنیو سره ناهمکاره دي.
د دغه سازمان د شمېرو له مخې، واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وړاندې دغه هېواد کې ۵۴۷ رسنیو فعالیت درلود، خو اوس یوازې ۳۲۸ رسنۍ فعالې دی
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۱۳۹۸ کال کې د رسنیو د ازادۍ نړیوال اېتلاف غړیتوب ترلاسه کړی و.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.