محبت هغه جنت دی

آمنه فنا

954

چې بدنامه یې په عشق یم
ما یې رنګ لیدلی نه دی
مایې لمس نه دي، تاوده پاسته لاسونه
نه یم کله مخامخ ورته ولاړه
نه مې سترګوکې دي خپلې قهوي سترګې لیدلي
نه مې سر په مهربانه اوږه ایښی
نه مې عطر د جنت غیږې حس کړي
نه یې اوښکې زما وچې
نه مې لاس په زړګي ایښی
نه یې ما د زړه درزا ده اورېدلې
نه مې یو ځل خوږه ساه ده اورېدلې
نه یې زما څڼو کې تېرې خوږې ګوتې
نه یې غیږ رانه چاپیره
نه یې غوږ کې راته ورو دي څه ویلي
نه ما پټ ورته موسلي

چې بدنامه یې په عشق یم
ما یې رنګ لیدلی نه دی
زه یو روح پسې ملنګه
یوه زړه مې، زړګی وړی
د پښتو په دومره قید کې
څه یاغي یم پرې میینه
څه بې باکه یې پالمه
پروا نه راځي که بولي مې کافره
په هېڅ تور به نه شم مینې نه منکره
د لفظونو سره دستمال کې
د عشق تکې شنې سندرې ورلېږمه
مینځل شوې د لونګو په عطرونو
ورته لیکم خپل خيالونه خپل خوبونه
د غمجن او نامراد زړه ارمانونه
عشق یې دومره مقدس دی
چې تازه پرې د میین زړګي نفس دی
میینتوب عظيم نعمت دی
محبت هغه جنت دی
چې یې نه بیانېدونکی کیفیت دی..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.