د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

592

دعوت میډیا ( پنجشنبه/۲۴ وږي/۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې له لوري نن ورځ چې د وږي د میاشتې له ۲۴ مې نېټې سره سمون خوري، د راتلونکي ۲۰ اوریز نړیوال جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

د افغان کرکټ ملي لوبډلې په اعلان شوي نوملړ کې محمد نبي لوبډلمشر، نجیب الله ځدراڼ مرستیال لوبډلمشر، رحمان الله ګربز ویکټ ساتونکی او حضرت الله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، عثمان غني، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قیس احمد، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي، فرید احمد ملک، نوین الحق او سلیم ساپی شامل دي. همدا ډول شرف الدین اشرف، رحمت شاه، ګلبدین نایب او افسر ځاځی د احتیاطي لوبغاړو په توګه ټاکل شوي دي.

یادې سیالۍ د راتلونکي اکټوبر میاشتې پر ۱۶مه د اسټرالیا په کوربه توب پیلیږي چې د نومبر میاشتې تر ۱۳مې نېټې پوري به دوام ومومي.

د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې مشر نورالحق ملکزي وویل: ((موږ همېشه په دې هڅه کې یو چې د ټولو نړیوالو سیالیو په موخه یوه تکړه او پياوړې لوبډله غوره کړو، ترڅو وکولی شي د تل په څېر د افغانستان نوم وځلوي.)) ښاغلي ملکزي زیاته کړه: تاسو په اسیا جام کې ولیدل چې افغان لوبډلې په زړه پورې او بریالۍ سیالۍ ترسره کړې او له افغانستان څخه یې غوره استازیتوب وکړ، په همدې موخه مو یاد نوملړ ته هم ډېر پیاوړي او باتجربه لوبغاړي په پام کې نیولي دي.

د یادونې وړ ده چې د راتلونکي شل اوریز نړیوال جام په الف ګروپ کې (افغانستان، نیوزیلنډ، انګلستان او اسټرالیا) لوبډلې شتون لري چې دوه نورې به ورته له لومړي پړاو څخه لاره بیامومي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.