نړیوال جام؛ فرانسې انګلستان ته ماته ورکړه او نیمه‌پایلوبې ته یې لاره پیدا کړه

527

د قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو په لړ کې تېره شپه (شنبه د لیندۍ ۱۹مه) د  فرانسې او انګستان ترمنځ په زړه‌پورې لوبې په ترڅ کې فرانسې خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه.

دا لوبه د البیت په لوبغالي کې وشوه، د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د فرانسې لوبغاړي اولین شوامني د لوبې لومړۍ ګول ترسره کړ، خو د سیالې لوبډلې د هري کین په نوم لوبغاړي د لوبې په ۵۴ دقیقې کې د پنالټي نقطې نه لوبه یو د یو پر وړاندې مساوي کړه.

د فرانسې لوبډلې د لوبې په دوام کې د اولیویه ژیرو په زړه پورې لوبې دویم ګول هم ووهه.

هری کین د انګستان لوبډلې کپتان په پنالټي کې ونشو کړی چې د خپلې لوبډلې لپاره ګول ووهي او په دې توګه لوبه یو د دوه پر وړاندې وبایلله.

 د قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو په دوام کې به د روانې اونۍ په سه شنبه (د ډسمبر پر ۱۳مه) د ارجنټاین او کروشیا، چهارشنبه(د ډسمبر پر ۱۴مه) مراکش او فرانسه سره مخامخ کېږي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.