د لوږې څونامي -۲۵مه برخه

آصف بهاند

540

افغانستان له هره اړخه، د وخت د سترو توپانونو په خونړیو منگولو کې راگیر دی او د هغه بچي د لوږې څونامي  په داسې مرگونو څپو کې راگیر دي چې نوي سلنه خلک د مرگ کومې ته ورلوېدلي دي، نړیوال له دې حالته رپوټونه جوړوي، خواشیني څرگندوي او نور هېڅ نه کوي.

نړیولې خیریه ټولنې هم د افغانانو له پاره نور په گدايي ستړې شوې دي، هغوی د افغانستان وضعیت گوري، بیا د سوال لپاره لاس غځوي، کله څوک څه ورکړي او کله لا د وړاندیز شوي مبلغ نیمايي هم نه شي ترلاسه کولای. د ۲۰۲۲ ام کال د اکتوبر پر اتمه بي بي سي یو رپوټ خپورکړ چې په هغه رپوټ کې دا تریخ خبر ورکړل شوی و:

«ملګري ملتونه: د افغانستان لپاره د غوښتل شویو مرستو له نیمايي کمې تر لاسه شوي.»

د لوږې څونامي

په څپو کې داسې پېښې هم شوي دي چې د انسان پر بدن ویښته دروي، دا یې یوه بېلگه ده:

«ولږه !

ماشوم چې د کلا په لویه دروازه راننوت ‘ په لوړ غږ یې وویل:

ــ مورې! وا مورې ! وږی یم ډوډۍ راوړه.

د دې خبرې سره سم د مور په سترګو کې اوښکې راغلې.

زوي چې د خپلې مور سترګو ته وکتل، پوه شو چې د تیر په څیر نن بیا په کور کې د خوړو لپاره څه نه شته نو په بیړه یې وویل :

ــ خیر دی مورې مه ژاړه، بیا نه وایم چې وږی یم.»

پر افغانستان باندې د لوږې څونامي د څپو تاثیرات کله ـ کله د ټولنې او خلکو د دردونو او ستونزو انځورونکي بادرده قلموال په هنرمندانه ډول انځوروي، دا لاندې یې یوه بېلگه ده چې د نعمان دوست لیکلې ده:«

انعام

(لنډه کیسه)

چې څنګه يې د موټر ور نیمه پرانیست، موبايل ته یې زنګ راغی.

دوه درې خبرې یې وکړې، مقابل لوري ورته د چا نوم او د تیلفون شمېره ښودله.

د موټر له سوچ بورډ یې قلم او کتابچه راواخیسته، یوه لاس کې يې موبایل و، په بل لاس یې راوتلې خیټه ورو ـ ورو مښله، اخوا دیخوا یې کتل او بیا یې په خندا ویل: لږ صبر چې کوم لیکلو والا پیدا شي.

د سړک تر غاړې، لاسي بار وړونکې کراچۍ ته ولاړ ماشوم، یې دا خبره واوریده. سړي ته ور نږدې شو. ژر یې دواړه لاسونه په کالیو وموښل.

موبایل والا، ټیټ او پاس ور وکتل.

په نه زړه یې قلم او کتابچه ور کړل.

ماشوم، نوم او شمېره یاداشت کړه او بیا یې سړي ته تکرار کړه.

هغه یې پر سر لاس ور تیر کړ او بیا یې ورته ویل:

ماشومه، دا څه خورې چې دومره هوښیار یې!؟

ماشوم، موسک شو او ښکته یې وکتل.

سړي یې پر اوږه لاس کیښود:

آفرین، د انعام لایق یې، وایه څه درته واخلم؟

ماشوم، سر راپورته کړ. مخامخ د نانوايي دوکان کې ځوړندې ډوډۍ ته یې ګوته ونیوله او لاس یې لړزیده.

١٤٠١/ عقرب/ ٢٤»

د تاریخ په اوږدو کې هېڅ څوک پوه نه شول چې دا افغانستان څه ډول هېواد دی، چې څومره پیسې ورته راشي یا راوړل شي، لکه کومې بې پایه تورې سوړې ته چې لوېـږي، بیا یې پته نه لگي چې څه کېـږي. په تېر یوه کال کې له افغانستان سره تر یو میلیار ډالره ډېره مرسته شوې ده، خو د لوږې څونامي لا هماغسې په کش کې ده او وږي ترکومې تېروي. نور معلومات د بي بي سي په لاندې رپوټ کې:

«په افغانستان کې د ملګرو متلونو استازولۍ یوناما وايي، تېر یوه کال کې یې څه باندې یو میلیارد نغد ډالر د بشري مرستو په ډول دغه هېواد ته وړي دي.

د دغو مرستو د یوې برخې په ډول پرون (دوشنبه) هم ۴۰ میلیونه ډالره افغانستان ته استول شوي دي.

یوناما وايي:”افغانستان سره شوې بشري مرستې په یوه شخصي بانک کې اچول کېږي او اوسنیو واکمنو او یا هم د هغوی تر واک لاندې د افغانستان بانک ته نه ورکول کېږي.”

ملګرو ملتونو د روان کال په پیل کې د افغانستان د بشري کړکېچ لپاره د څه باندې څلور میلیارد ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه خو تر اوسه یې د غوښتل شویو پيسو ډېره برخه نه ده تر لاسه کړې…

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو د همغږۍ اداره وايي، په دغه هېواد کې “نژدې ۲۴ میلیونه خلک د ژوندي پاتېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.”

د دغه بنسټ په وینا، له دغې ډلې ۱۹ میلیونه افغانان د خوړو خوندیتوب نه لري.

په افغانستان کې چې اقتصاد یې د جمهوریت پرمهال هم پر بهرنیو مرستو پایېده، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مرستو کچه کمه شوه او ډېر شمېر خلک بې دندو شول.

د کار د نړیوال سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، تېره یوه کال کې نژدې یو میلیون خلک بې دندو شوي دي.

د ملګرو ملتونو بشري مرستې ښايي د لنډ مهال په افغانستان کې د بې وزلو لاسنیوی وکړي، خو باور دا دی چې له اقتصادي پلوه پر ځان د تکیې لپاره باید په کور دننه اقتصادي فرصتونه چمتو کړل شي، داسې څه چې اوس په نشت حساب دي.»

په افغانستان کې اوس د وحشت او ناروا یوه بل پړاو پیل شوی دی، اوس خبره دې برید ته رسېدلې ده چې له وږ سره مرسته کونکي وژل کېـږي، نړیوال مرستندویان هڅه کوي چې د ژمي له پیل کېدو نه مخکې خپلې مرستې تر اړمنو پورې ورسوي، خو خنډونه ورته جوړېـږي. موږ هم عجب خلک یو، د نه کړو کارونه ترسره کوو، هغه څوک چې نهرو ته یوه مړۍ ډوډۍ رسوي د هغوی مخنیوی کېږي او مزاحمتونه ورته جوړوېږي او حتی وژل کېږي. د بي بي سي سید ولي ناصر په یوه رپوټ کې داسې راغلي دي:

«ملګري ملتونه: تېره میاشت افغانستان کې د مرستو رسولو چارو مخنیوي تر ټولو ډېرې پېښې ثبت شوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا “اوچا” وايي، تېره اګسټ میاشت کې یې په افغانستان کې د مرستو رسولو د چارو د مخنیوي تر ټولو ډېرې پېښې ثبتې کړې دي.

اوچا ادارې پخپل تازه راپور کې ویلي، په تېره اګسټ میاشت کې د دوی دوه مرسته رسوونکي وژل شوي، څلور ټپیان دي او ۱۴ زنداني شوي دي.

دغه بنسټ پخپل راپور کې ویلي، په یاده میاشت کې یې د مرستو رسولو د چارو د مخنیوي ۱۲۹ هڅې شوي چې له ډلې یې ۳۳ هڅې داسې وې چې له امله یې د لنډمهال لپاره د مرستو رسولو بهیر درېدلی و.

سرچینې زیاته کړې، په دغه میاشت کې ۱۲۹ ځلي د مرستو رسولو بهیر د مخنیوي هڅې شوي دي چې ۳۳ ځلي خو دا هڅې دومره پیاوړې وي چې د لنډ مهال لپاره یې د مرستو رسولو بهیر ټکنی کړی و.

یاد بنسټ پخپل تازه راپور کې د بشردوستانه پروګرامونو د پلي کولو په څرنګوالي کې لاسوهنه او له مرستندویانو سره تاوتریخچن چلند هم د مرسته رسونې د چارو د مخنیوي په هڅو کې شمېرلې دي.

دغه بنسټ د مرسته رسولو په چارو کې د ستونزو جوړولو ۷۰ سلنه مسوولت طالب چارواکو او هغوي پورې تړلیو وسله والو ته راجع کړی دی.

د راپور د جزیاتو په تشریح کې راغلي، په تېره اګست میاشت کې یې د مرستو رسولو د پروګرامونو په پلان جوړولو کې د لاسوهنې ۵۲ پېښې، د چارواکو د علاقې وړ اشخاصو ته د قرارداد ور کولو لپاره د چارواکو د فشار اچولو ۲۳ پېښې او د مرستندویانو د استخدام په چارو کې د لاسوهنې ۵ پېښې ثبتې کړې دي…»

د لوږې څونامې تر ټولو بد اړخونه دا دي چې لوږه ورځ تر بلې ډېرېـږي او خلک د دې پېښو(طبعي او انساني نارواوې) په مقابل کې سخت ناتوانه دي، ځکه حالت نور هم په خرابېدو دی، د لوږې او طبعي پېښو ځپلو شمېر او بشري ناخوالو حالت په منفي لوري بدلون کوي. نور حال

د تاند په دې رپوټ کې:

«ملګري ملتونه: د افغانستان د فقر ځپلو کچه ۲۸ میلیونه وګړو ته پورته شوې

تاند:( شنبه، د عقرب اته ويشتمه) ‏‏د ملګرو ملتونو د سرمنشي سکرترې د امنيت شورا غونډې ته وویل، چې د افغانستان له درېیو څخه دوه برخې خلک ېې عاجلو بشري مرستو ته اړتيا لري.

جویس مسویا زياتوي، چې د افغانستان له درېیو څخه دوه برخې خلک د بشري مرستو د ترلاسه کولو مستحق دي او د تېر کال په پرتله يې سږ کال کچه لس ميليونه تنه زياته شوې او ۲۸ ميليونه تنو ته رسيدلې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي سکرترې دا هم وويل، چې د ژمي ساړه موسم کې ډېر افغانان د خوراکي توکيو د کمښت تر څنګ د سون توکيو له کمښت سره مخ او د اولادونو نس مړولو ته پریشانه دي.

نوموړې دغه وضعيت ته په کتو سره درې غوښتنې لرلې.

يوه غوښتنه ېې دا وه، چې افغان فقر ځپلو سره د مرستې لپاره دې نړيوال په عاجل ډول مالي امکانات برابر کړي.

بله غوښتنه د افغان بشري ناورين د مقابلې لپاره له مرستو رسولو وراخوا په لویو طرحو کار کول او درېيمه هم د طالبانو لخوا عمومي ژوند ته د ښځو د ور ستنیدو اجازه وه، چې په وینا یې د بشري او اقتصادي ناورين د حل لپاره مرستندوی تماميږي»

د لوږې ستونزه اوس چې له هره اړخه وڅېـړل شي، د ښېگڼې کوم څرک نه لیدل کېـږي، یو خو ژمی راروان دی، خلک نه د خوراک لپاره څه لري او نه هم سونتوکي؛ له بلې خوا نړیوالې پېښې هم په ډراماتیک ډول داسې په حرکت کې دي چې هرڅه د خوارو او بیوزلو پر ژوند باندې منفي اغـېـز کوي؛ نوي واکداران هم دومره د خلکو د وږو نسونو او راروان ساړه ژمي په فکر کې نه دي، اوس نو خلک مجبوراً «بُغارې» وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.