د سپتمبر ۵
د سھار تر چای پس مې غوښتل څلورمې کارتې ته د خور او خوریانو لیدو ته لاړ شم.
استاد او دولتزی صیب ھم چرته تلل.
مازیگر مو په ھوټل کې د ځینو ملگرو سرہ د لیدو وعدہ وہ.
ھغوی غوښتل، له استاد څخه د روان وضعیت تحلیل واوري.
زہ له کانتننتل څخه عمومي سړک ته را کوز شوم او په تاکسي کې څلورمې کارتې ته روان شوم.
د تاکسي ډریور د پاخه عمر او ډیرو خبرو شوقي پنجشیری وطندار و.
د کاروبار څخه یې سر ټکاوہ، ویل یې پنځه اولادہ لري، مشر زوی یې په وتنری ( د حیواناتو طب ) کې درس وایي،
یوہ لور یې ھم فاکولته وایي او بله یې چې په اتم ټولگی کې وہ، امارت په کور کینولې.
ورپسې دریمه لور یې چې دولس کلنه دہ، سږ کال به خپل عالي تحصیلات د ښوونځۍ په شپږم ټولگي کې پایته ورسوي
او نور به د خپلې اتم پاسې خور په څیر له مور سرہ د کور په کارونو کې مرسته کوي! تر ټولو کشر زوی به یې راتلونکی
تعلیمي کال د ښوونځۍ د تگ جوگه شي، خو که تر ھغه مھاله د ھلکانو پر ښوونځیو ھم بندیز نه و لگیدلی!
زموږ دا زحمتکش وطندار په کابل کې د کوم دار الایتام آشپز دی چې کله ھلته له پخلي فارغ شي، بیا یو څوساعته
تاکسي چلوي تر څو د خپل اولاد د تعلیم او تحصیل بوج وزغملی شي!
ما غوښتل خپلوانو کرہ لږ میوہ یوسم، ھغه په ډیر اخلاص دوہ ځایه موټر و دراوہ، خو بیا به یې راته کړل:
مخکېبه یې وگورو، دا قیمت فروش دی، میوہ یې ھم چندان ښه نه دہ!
موږ بیا وړاندې خټکي او انگور واخیستل.
د اوسني نظام له ډاډمن امنیت او دا چې افغانستان یې د قدرت له جزیرو او د بدماشانو له شر څخه آزاد کړ، خوښ و
خو دوہ شیانو ډیر ځوراوہ؛ د جینکو پر تعلیم بندیز او د پنجشیري ولس بې ځایه توھین!
راته کړل یې: یو څو پنجشیري خاینینو له روسانو او بیا له امریکایانو سرہ لاس یو کړ، له دواړو اشغالونو سرہ
یې د وطن په نیونه کې مرسته وکړہ.
ھغوی اوس د ډالرو میلونران دي، ټول یې په خارج کې ښه مرفه ژوند لري. د خپل قدرت پر مھال یې ھم د پنجشیر
کانونه ولوټل او ھم د نور افغانستان، خو خدمت یې نه پنجشیر ته وکړ او نه کوم بل ځای ته!
دا راز وطن پلوري په ھر ولایت او ھر ملیت کې شته خو د پنجشیري ولس بدمرغي دا دہ چې د یو څو خاینینو له امله ټول توھینیږي.
د طالبانو سلوک په کابل او پنجشیر کې ورسرہ داسې تحقیر آمیز دی چې مکوہ پوښتنه!
ما ورته وویل: د پنجشیر ولایت د نفوس، او ستراتیژیک اھمیت له مخې، د بیلگې په توگه زموږ د ننگرھار د کامې
ولسوالۍ په جیب کې ځائیږي خو پنجشیر ولایت شو او کامه لا ھم ولسوالي دہ.
ستاسې پنجشیريو خاینینو تر دې بل کوم ستر خدمت درته کولای شو؟
راته کړل یې: پنجشیر د ولایت درجې ته لوړول د ھغوی پخپله په سیاسي، اقتصادي او نورو لحاظونو په گټه و، ځکه یې داسې وکړل.
د پنجشیر ولس ته یې ھیڅ خیر نه دی رسیدلی، خو اوس د پنجشیر عام ولس د ھغوی د گناھونو کفارہ اداء کوي!
ماته وگورہ! زہ د پنجشیریانو د اقتدار پر مھال اشپز وم او تاکسي مې ھم چلوله او اوس ھم دواړہ وظیفې پر مخ وړم!
ما ورته وویل: ورورہ! ستا د ښه سړیتوب زہ گواھۍ ته حاضر یم؛ په تیر شل کلن دور کې د پنجشیر پنچرمینان ھم میلیونران شول
خو چې ته پکې ان اوس ھم تاکسي چلوې، ھمدا ستا د پاک نفسۍ تر ټولو ستر ثبوت دی!
خو، ورورہ! که رښتیا ھمداسې وي لکه ته یې چې وایې او زہ پورہ باور لرم چې ته پاک او صادق انسان یې نوبیا تاسې پنجشیریان خو
ډیرې منظمې اتحادیې، ټولنې او اجتماعي فعالیتونه لرئ، راشئ! اعلان وکړئ چې د پنجشیر د تښتیدلو ملي خاینینو ډله، د پنجشیر
د مسلمان ولس استازیتوب نه شي کولای.
تاسې ولې داسې نه کوئ؟
پنجشیری وطندار مې اک حیران کړ.
موږ په خبرو خبرو کې څلورمې کارتې ته رسیدلي وو. ما میوہ د خپلې اندازې څخه دوہ برابرہ زیاته اخیستې وہ، نیمه مې ترې کوزہ کړہ
او نورہ مې پنجشیري وطندار ته ډالۍ کړہ!
په څلورمه کارته کې د سیند پر غاړہ زما د ترورزي حاجي میرویس الفت کور دی، لږ مخکې ترې د حزب اسلامي
د پخواني جھادي قومندان جمعه خان ھمدرد ماڼۍ دہ.
ھغه دا سړک بند کړی و، چاته پرې د تیریدو اجازہ نه وہ. عام ولس ورسرہ ډیر په تکلیف وو.
پیغمبر علیه السلام له لیارې څه د خنډ او ستونزې اخوا کول د ایمان ادنا برخه بللې:
الْإِيمَانُ بِضْعٌ وَسَبْعُونَ – أَوْ بِضْعٌ وَسِتُّونَ – شُعْبَةً، فَأَفْضَلُهَا قَوْلُ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَأَدْنَاهَا إِمَاطَةُ الْأَذَىعَنِ الطَّرِيق. رواہ مسلم
په دې مانا، ھغوی چې لویې لارې د عام ولس پر مخ تړي، د ایمان د تر ټولو ادنا برخې څخه ھممحروم دي! استغفر الله ثم استغفر الله
د سیند بلې غاړې ته د ھمدرد د کور پر برید د یوہ بل وطن پلوري، عارف نورزي کور دی!
ھغه بیا له ولس سرہ په ملي خیانت کې بل نوښت کړی!
د کابل سیند یوہ زیاته برخه یې د غصب له لیارې د خپل کور برخه گرځولې!
د امارت یې کور ودان چې د ټوپکسالار ھمدرد کیسه یې ور مفته کړې. لار یې د ولس پر مخ خلاصه کړې!
اوس ترې ھیله لرو د کابل سیند د نورزي او نورو ټولو ھغو کسانو له غصب څخه ھم وژغوري چې له خپلو حدودویې تیری کړی!
ای کاش! څوک زما دا فریاد تر چارواکیو ورسوي!
مازیگر مھال بیرته ھوټل ته راغلم، استاد ھم په ھوټل کې و. د کانتننتل د ادارې دې کور ودان وي، یوہ مجھزہ
کانفرانس خونه یې زموږ په اختیار کې را کړې وہ.
د مجلس ډیری گډونوال داسې لوړ تحصیلیافته ځوانان ول، چې د اما رت غړي نه ول خو په زړونو کې یې د یوہ آزاد، مستقل، مسلمان ،
مترقي او له اشغال څخه د پاک افغانستان ولولې، فکري لیدلوری تعیناوہ!
د ځینو نومونه یې دا دي:
ښاغلی میرویس الفت، ښاغلی عبد الباقي خوگیاڼی، ډاکتر صداقت، ښاغلی صلاح الدین اخونزادہ، ښاغلی محمد جاوید اخونزادہ، ښاغلی یما شیرزاد،
ښاغلی زبیر پیرزادہ، ښاغلی عامر الفت، ښاغلی مصطفی الفت، ښاغلی ذاکري، ښاغلی دولتزی، زہ پخپله او ځینې نور ځوانان چې
زما څخه یې د نومونو لیکل ھیر شوي.
استاد:
خوښ یم چې نن له تاسې ځوانانو سرہ د وطن د ویرژن حالت په اړہ خپله تجربه شریکوم.
ځوانان د ھیواد راتلونکې جوړوي نو باید د تیر تاریخ څخه د سبق او عبرت پر اخیستو د روڼ سبا پر لور گامونه پورته کړئ!
لومړی خو له تاسې ټولو مننه چې دلته مو تشریف راوړ، ھر کله راشئ، ښه راغلاست درته وایم.
په تیرو څه باندې څلورو لسیزو کې موږ دوہ ځل د خپل جیوپولیتیک او جیو ستراتیژیک موقعیت قرباني شوي یو.
لومړی پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان تیری وکړ تر څو ځان تودو اوبو ته ورسوي،
ورپسې امریکا د مجاھدینو د کورنیو جگړو او بیا د طالبانو د حکومت پر مھال په افغانستان یرغل وکړ تر څو د
مرکزي اسیا طبیعي زیرمې تر خپل کنترول لاندې راولي.
دلته پوښتنه مطرح کیږي چې ولې افغانستان په لږ زماني واټن کې دوہ ځل د بھرنیو یرغلونو قرباني شو ؟
خو د مثال په توگه، ایران چې د تیلو یو مھم صادرونکی ھیواد دی او تر موږ څخه په بھتر او مھمتر جیو پولیتیک
موقعیت کې قرار لري، له بھرنیو یرغلونو په امان کې پاته شوی!
ځواب یې دا دی چې افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل پر مھال د ناپیئلي بھرني سیاست پر لرلو سرہ د ھغه امنیتي کمربند
چې د ناټو او سنټو پکتونو له لیارې د شوروي اتحاد له شاوخوا څخه را تاو شوی وو، د باندې موقعیت درلود
او پخپل مټ یې له ځان څخه د دفاع ځواک نه درلود.
افغانستان د امریکا د یرغل پر مھال، تازہ له شل کلنې کورنۍ او بھرنۍ جگړې ستړی را وتلی او دولتي دفاعي پوتنشیال یې له منځه تللی وو.
په حقیقت کې د دواړو یرغلونو اصلي لامل په افغانستان کې د دولتي قدرت تشه وہ!
خو پرته له دې امنیتې تشې، د افغانستان اشغال نور لاملونه ھم لرل:
د نړۍ په کچه د نفوسو د شمیر زیاتوالی، د صنعتي ھیوادونو چټک پرمختگ، او پراخو طبیعي زیرمو ته ژورہ اړتیا ھم د دې لامل شوہ
چې د نړۍ اقتصادي جغرافیه د منازعاتو پر ډگر بدله کړي.
د سترو ځواکونو تر منځ د نړیوال نظام د جوړیدو په سر باندې د قدرت د ویش سیالۍ ھم را منځته شوې.
له بدہ مرغه، ډیری طبیعي سرچینې او زیرمې په اسلامي ھیوادونو کې دي.
افغانستان د مرکزي اسیا او منځني ختیز تیلو او گازو ته پر نږدیوالي، د خپل مھم جیو پولیتیک موقعیت قرباني شو.
دیموکراسۍ ته ودہ، د تروریزم او اسلامي بنسټ پالنې سرہ جگړہ، د اشغالگرو ھسې چټي پلمې دي چې ھغوی
پرې د خپلو اصلي موخو د پټولو ھڅه کوي.
( نوټ: زما د یوہ شعر بیت چې په ۲۰۰۹ م کې لیکل شوی و:
چرته چې اشغال ځانته جواز د تجاوز لټئ
ھلته په اوّل قدم کې زور دیموکراسي اخلي ).
اوس د افغانستان پر حکومت د طالبانو قبضه دہ. ھغوی ځینې ښې لاسته راوړنې لري، لکه په ټول افغانستان کې د امنیت راوستل،
د معتادینو مسئلې ته جدي توجه، با تقوا چارواکي، د اداري فساد مخه نیول، د نشه ای توکو پر ضد بریالۍ مبارزہ او نور خو ځینې سترې سھوې یې ھم کړي
لکه د جینکیو پر تعلیم بندیز، د ښځو د حقوقو نیمگړتیا، د قدرت تنظیمي انحصار او نور.
افغان ولس د طالبانو تر حکومته د عدالت او امنیت بل بھتر بدیل نه لري خو واکمنې ادارې ته ھم پکار دی چې د
اساسي قانون د تسوید، تدوین او تصویب لپارہ اړین گامونه پورته کړي، تر څو موږ د یوہ اصولي او قانونيحکومت څښتنان شو.
اوسني زعامت باید دې ته پام واړوي چې ھیڅ حکومت بې له ولس څخه نه شي چلیدای، ھیڅ حکومت د پردیو پرملاتړ د
اصلاحاتو پر تطبیق نه دی بریالی شوی چې ښه بیلگه یې د پرچم _ خلق حکومت وو.
بله اساسي پوښتنه چې په اړہ یې باید تعمق او ژور فکر وکړو، دا دہ: ولې موږ د ھر ستر ناورین پای پر بل ناورین پیلوو؟
درویش درانۍ وایي:
دا به مو نصیب وي چې په وینه کې مزل کوو
یو دښمن چې ووھو بیا بل وھو، بیا بل وھو
( نوټ: دا شعر استاد په مجلس کې نه دی ویلی! ).
لامل یې دا دی چې: موږ تل ھغه ملي خاینین بې محاکمې پرې ایښي چې د ھمدې ناورینونو اصلي عاملین وو!
اوس ھم داسې عمومي عفوہ چې د تیر شل کلن اشغال، او په دې مودہ کې د شویو بې انصافیو، مظالمو اوخیانتونو اصلي عاملین دې
ھم پکې سپین بازان وي، نه د عدالت غوښتنه دہ او نه ولس پر خوښ دی!
عمومي عفوہ باید د تیر نظام عامو افرادو ته وشي خو ستر خاینین او د اشغال پر مھال د سر کسان باید د محاکمې میز ته را کش شي!
که داسې وشي نو په آیندہ کې به بالقوہ مجرمین د داسې ملي خیانت له ارتکاب څخه مخکې د محاکمې پر سزا
او د وطن پلورنې پر وخیمو عواقبو سوچ کوي!
بله خبرہ چې غواړم یې، په ځانگړي ډول له تاسې ځوانانو سرہ شریکه کړم، دا دہ:
لویدیز د خپلو ستراتیژیکو موخو د تأمین پر لور، کله اسلامي افراطیت د لاسوند په توگه کاروي لکه د شوروي د
اشغال پر وخت او کله اعتدالي اسلام ته پام اړوي.
له نیکه مرغه اوسمھال د افغانستان په اړہ د غرب سیاست د اعتدالي اسلام سرہ پر تعامل ولاړ دی، خو په ځینومواردو
کې د طالبانو سخت دریځ ( د جینکیو پر تعلیم بندیز او نور ) د طا لبانو او بھرنیانو تر منځ پر اړیکو ناوړہ اغیز ښندي.
طالبانو له پخوا نه، د خپل تحریک څخه بھر د افراطي ډلو د ځپلو لپارہ نظامي عملیات تر سرہ کړي.
اوس د دې وخت را رسیدلي چې په تحریک کې دننه له افراطي ډلگیو څخه د خپلو صفوفو تصفیې ته پام واړوي!
زہ مننه کوم چې تاسې دلته تشریف راوړ.
ھیله لرم چې زموږ ځوان پوړ به خپله پوھه او وړتیا د خپل زخمي وطن په بیا رغولو کې و نه سپموي!
د مجلس په پای کې استاد د خپل کتاب نسخې، “افغانستان در آتش جنگ” د مجلس گډونوالو ته ډالۍ کړې.
د عدلیې وزارت ته تگ، د چاپیریال ساتنې له لوی ریس سرہ مجلس…
دا لړۍ ادامه لري!
Comments are closed.